Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل ( پژواک، ٢٤ کب ٩٢) : د ملي امنيت اداره وايي، چې په فارياب ولايت کې يې داسې کسان نيولي ، چې غوښتل يې دکانديدانو له پوسټرونو څخه په استفادې چاودنې ترسره کړي.

په کابل کې د ملي امنيت لوى رياست له خوا د کب په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کار د سيمې د استخباراتي سازمانونو له خوا تنظيم شوى و.

سرچينې زياته کړې، يو شمېر کسانو د ولسمشرۍ د کانديدانو او دهغوى د مرستيالانو په پوسـټرونو انځورونو کې چاودېدونکي توکي ځاى پر ځاى کړي او غوښتل يې  چې ددغو کانديدانو د کمپايني غونډو پر مهال د فارياب په ميمنې ښار کې ورته چاودنې ورکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي ، چې د ملي امنيت منسوبينو تر ډېرو هلو ځلو وروسته دغه پلان شنډ او څلور تنه يې له دې کار سره د تړاو په تور له چاودېدونکو توکو سره ونيول.

د ملي امنيت ادارې د ولسمشرۍ له کانديدانو غوښتي، چې د کمپايني  غونډو پر مهال له  ډېر دقت او احتياط څخه کار واخلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.