Language

د ننګرهار د کانال ساتونکي د ځمکو په غصب کې لاس لري

جلال اباد (پژواک ٢٦ کب ٩٢): د ننګرهار د کانال چارواکي وايي، چې د دغه رياست د اړوند ځمکو په غصب کې د کانال محافظ ټولى مستقيم لاس لري.

د کانال رييس انجنير زيارت ګل راحل د کب په ٢٦مه له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل، چې د کانال د محافظ ټولي چارواکي په لوى لاس غصب ته زمينه برابروي.

ده زياته کړه، چې د کانال رياست ټول ١١٢٥٠ هکټاره ځمکه لري ، چې تر دې مهاله ٤٥٠٠ جريبه ځمکه يې غصب شوې ده.

نوموړى وايي: ((موږ له ډېرو هلو ځلو وروسته ١٥٠٠ جريبه ځمکه د غاصبينو له منګولو خلاصه کړې، خو ٤٥٠٠ اوس هم د غاصبينو په لاس کې ده.))

د نوموړي په خبره، هر کله چې په کوم غاصب پسې د محافظ ټولي چارواکي او ساتونکي واستوي، نو د معاملې په ترڅ کې غاصبينو ته د کار اجازه ورکوي.

انجنير زيارت ګل زياتوي، چې له دوى سره کوم اجرائيه ځواک نشته نو په بار بار يې امنيه قوماندانۍ او ولايت مقام ته د محافظ ټولي په اړه خپلې اندېښنې وړاندې کړې دي.

رييس وويل: ((يو خو د محافظ ټولي تعداد کم دى او بل دوى چې کله په يوې قضيې پسې ولېږو، نو د غاصب لپاره زمينه برابره کړي او هلته ورسره معامله وکړي.))

دى وايي، چې د محافظ ټولي له لوري د کانال رياست ځمکې ته تر هر څه ډېر ګواښ موجود دى.

زيارت ګل د دوى شتون له غاصبينو هم بدتر ګڼي او پر حکومت غږ کوي ، چې د ياد ټولي ټول کسان دې بدل کړي او پر ځاى دې نور رامعرفي شي.

هغه زياته کړه: ((په کار ده چې دلته د معامله ګرو پر ځاى پاک او سپېڅلي اشخاص راولېږل شي.))

بلخوا د ياد ټولي يوه چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې څرګند شي، پژواک اژانس ته د کانال د رييس يادې څرګندونې د شخصي عقدو پر بنسټ وبللې.

نوموړي په دې اړه له نورو څرګندونو څخه ډډه وکړه.

د ننګرهار د ولايتي شورا غړى ذبيح الله زمرى وايي، چې د کانال ځمکې ډېرى چارواکو او زورواک غصب کړې دي.

د هغه په وينا، که حکومت په دې برخه کې جدي اقدامات ونه کړي نو لرې نه ده، چې ټوله ځمکه به غصب شي.

د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد پژواک اژانس ته وويل، چې ډېر ژر به د کانال د محافظ ټولي منسوبين ور وغواړي او ياده موضوع به و ارزوي.

نوموړي له نورو څه ويلو ډډه وکړه ، خو زياته يې کړه چې موضوع به ډېر ژر حل شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.