Language

د پوليسو د جنايي څېړنيو انسټيټوټ پرانيستل شو

کابل (پژواک ٢٦ کب ٩٢): د کورنيو چارو وزارت وايي، چې د لومړي ځل لپاره د پوليسو لپاره د جنايي څېړنو انسټيټوټ پرانيستل شو.

دا څرګندونې د ياد وزارت ادارې مرستيال کرام الدين ياور، نن په همدې مناسبت جوړه شوې پرانيست غونډه کې وکړې.

ده وويل، پوليس په جنايي او کشفي برخو کې له کمبوديو سره مخ دي، خو د دې انسټيټوټ له لارې به وکولى شي چې دا تشه ډکه کړي.

د هغه په وينا، د انسټيټوټ ودانۍ په عصري بڼه د اروپا د اتحاديې او د دې اتحاديې د پوليسو له لوري د کډوالۍ د نړيوال سازمان په همکارۍ د درې ميليونو يورو په لګښت په کابل کې جوړ شوى دى.

په افغانستان کې د اروپا اتحاديې سفير فرانز ميخايل ميليبند، د جنايي څېړنيو انسټيټوټ پرانيسته د افغان پوليسو د وړتيا په لوړولو کې مهم ګام وباله.

ده زياته کړه، د اروپا اتحاديه له افغانستان د اوږدمهاله تعهد لري او په ياد انسټيټوټ کې د نارينه او ښځينه دواړو لپاره د ليليې اسانتياوې موجودې دي.