Language

د کابل مراسم به د مزار د نوروز پر جشن اغېز  ونه کړي

مزارشريف (پژواک ٢٦ کب ٩٢): د بلخ ولايت چارواکي وايي، چې په کابل کې د نوي لمريز کال د نوروز د جشن نمانځنه به په مزارشريف کې د نوروز پر جشن او ګل سرخ مېلې ځانګړی اغېز ونه لري.

دوی وايي، چې د تېرو کلونو په پرتله به ډېر خلک په دې ميله کې ګډون وکړي.

د نوروز په جشن کې، چې د بلخ ولايت په مزارشريف کې د روضې د جنډې د پورته کولو او د ګل سرخ مېلې په نوم ياديږي، هر کال د نورو کلونو په پرتله د ګډونوالو په شمېر كې زياتوالى راځي.

د تېرو کلونو په پرتله په عمومي توګه د امنيت ښه والى او په ځانګړې توګه د مزارشريف ښار د امنيتي تدابيرو له امله به د نوي ۱۳۹۲ كال په يادو مراسمو كې هم د تېرو كلونو په پرتله ډېر خلك ګډون وكړي.

د هر كال د وري په لومړۍ نېټه، د بلخ په مركز مزارشريف كې د نوروز جشن د ځانګړو مراسمو په ترسره کولو نمانځل كېږي او په روضه شريفه كې د شاه ولايتمآب جنډه پورته کېږي.

 په دغو مراسمو كې د هېواد له بېلابېلو ولايتونو او له هېواده بهر په زرګونو خلک او دولتي چارواکي برخه اخلي.

د بلخ ولايت د والي وياند منير فرهاد د کب په ۲۶مه پژواک خبري اژانس ته وويل، هيله لري چې د تېرو کلونو په پرتله به د نوي کال په جشن کې ډېر خلک برخه واخلي.

نوموړي زياته کړه، چې د مزارشريف ښار نفوس يو ميليون تنوته رسېږي او په دې مېله کې پر دې سربېره هر کال شاوخوا يو ميليون نورو کسانو د هېواد له بېلابېلو ولايتونو او له هېواده بهر په کې برخه اخيسته.

خو د والي وياند وويل: ((سږ کال حالات بدل دي، امنيت ډېر ښه شوی، موسم هم ښه روان دى؛ نو سږ کال امکان لري، چې د جشن د ګډون کوونکو شمېر له دوه ميليونه څخه هم ډېر وي.))

نوموړي زياته کړه، چې په کابل کې د سيمې په کچه د نوورز د جشن نمانځنه که څه هم د هېواد د فرهنګي او کولتوري ودې لپاره ښه ګام دی؛ خو د مزارشريف پر ګل سرخ مېله باندې به منفي اغېز ونه لري.

د هغه په وينا، د نه اغېز کولو ستر لامل يې دا دی، چې په کابل کې د نوروز جشن د مزار له جشن څخه اوه ورځې وروسته نمانځل کېږي، چې دغه توپير دولتي چارواکو او عامو خلکو ته په دواړو جشنونو کې د برخې اخيستو وخت ورکوي.

 د بلخ د اطلاعاتو او كولتور رييس صالح محمد خليق هم پژواک ته وويل، چې په کابل کې د نوروز جشن نمانځنه د ګل سرخ پر مېله منفي اغېز نه شي کولی.

نوموړي زياته کړه، چې د کابل جشن د نوروز د جشن د سيمې په کچه د نمانځنې يوه کړۍ ده، چې تېر کال د ازبکستان په پلازمېنه عشق اباد کې نمانځل شوی و.

د هغه په وينا د مزارشريف د نوروز جشن او ګل سرخ مېله سربېره پر دې، چې سيمه ييز حيثيت هم لري؛ خو تر ډېره د افغانانو لپاره د کولتوري ارزښت تر څنګ مذهبي رنګ هم لري.

خليق وويل، چې د همدې جشن په پلمه د هېواد له ګوټ ګوټ څخه عام خلک د روضې د ليدو او زيارت کولو لپاره هم راځي، چې   جشن ورسره رنګ اخلي.

د نوروز د جشن د ښې نمانځنې په موخه هر كال د بلخ ولايت د مقام له خوا يو كمېسيون جوړېږي، چې نهه كمېټې لري.

د بلخ د والي وياند منير فرهاد وايي، چې په دغه كمېسيون كې امنيتي، فرهنګي، د ښار د پاكوالي او سينګارولو، د بيو د څارنې او كنټرول، روغتيايي او نورې كمېټې شاملې دي، چې مشري يې د بلخ والي عطا محمد نور كوي.

نوموړي زياته کړه، چې ټولو کمېټو خپلې چارې پيل کړي او تر دې دمه د ښار په ټولو اړخونو کې د نوروز د جشن رنګونه له ورايه ښکاري.

د بلخ د اطلاعاتو او كولتور رياست، د دغه جشن د فرهنګي چارو د سمبالښت مسووليت لري او د جشن د لا ښه نمانځلو په موخه يې چمتووالى نيولى دى.

د اطلاعاتو او كولتور رييس صالح محمد خليق وويل، چې دوى سږ کال هم د تېرو کلونو په څېر يو لړ فرهنګي، هنري او ادبي پروګرامونه لري.

 ده وويل، چې د هر کال په څېر به د كب له ۲۹مې د بلخ پوهنتون په تالار او نورو بېلابېلو ځايونو كې په وړيا توګه د جشن ګډونوال د بېلابېلو سندرغاړو له سندرو خوند واخلي.

د هغه په وينا، په دغو پروګرامونو كې د هېواد د بېلابېلو ولايتونو پر سندرغاړو سربېره د تاجكستان، ازبكستان، هندوستان، امريكا متحده ايالات او ايران سندرغاړو ته هم بلنه وركړل شوې ده، چې هره ورځ به له سهاره تر شپې ناوخته پورې د موسيقۍ پروګرامونه د نوي كال د لومړۍ اونۍ تر پايه دوام ولري.

د مزارشريف ځينې اوسېدونکي د نوروز جشن په ترڅ کې د هنري پروګرامونو د ليدو لپاره لېوال دي.

د ښار د پنځمې ناحيې اوسېدونکي عبدالله پژواک ته وويل، چې دوی په ټول کال کې همدا د نوروز د جشن ورځې لري، چې په پوره توګه ترې خوند اخلي.

نوموړي زياته کړه، چې په دغو ورځو کې د مېلو تر څنګ د سندرغاړو وړيا کنسرتونو ته ډېر خوښ دى، چې د هېواد د بېلابېلا ولايتونو د سندرغاړو له سندرو خوند اخلي.

د بلخ د ښاروالۍ چارواكو هم له څه مودې راهيسې د نوي كال د جشن لپاره د مزار ښار د پاكوالي او د روضې د سينګارولو كار پيل كړى دى.

 ښاروال يونس مقيم پژواک اژانس ته وويل، چې د كب مياشتې له ۱۵مې يې د پاكولو ډلې د ښار په پاکولو بوختې دي.

 هغه زياته كړه، چې د هر نوي كال د كب په ۲۸مه د ښاروالۍ له خوا د ښار د پاكوالي لپاره حشر نيول كېږي، چې په كې د ښاروالۍ د بېلابېلو ادارو د كاركوونكو ترڅنګ عام وګړي هم په افتخاري ډول برخه اخلي.

هر کال د نورورز جشن د تياريو په لړ کې د مزارشريف ښار د بيارغونې چارې هم ګړندۍ وي.

د والي وياند منير فرهاد وويل، چې سږ کال د بيارغونې په برخه کې د روضې په چهارباغ کې د سيمې په کچه د ستر جومات جوړونې چارې روانې دي، چې اتيا سلنه بشپړې شوې دي.

همداراز د روضې د انګړ په څلوور خواوو کې د سترو دروازو د جوړېدو چارې هم روانې دي، چې د هېواد د وتلو شاعرانو په شعرونو به ډيزاين شوې وي.

د دې تر څنګ د روضې شاوخوا د سړکونو د منځ پارکونه، په وسپنيزو کټارو په ښه توګه پوښل شوي ، چې د نوروز تر پيله به يې چارې بشپړې شي.

 د نوروز د نمانځنې په موخه د حضرت علي كرم الله وجهه روضه هم په ځانګړې توګه سينګارېږي.

 د مزار ښاروال د روضې د سينګارولو په هكله وويل، چې د روضې پر سينګار باندې كار پيل شوى.

د نوموړي په وينا، ټوله روضه به د برېښنا پر وړو وړو ګروپونو وپوښل شي او د روضې د شاوخوا سړكونو څلورلارو كې به هم همدا شان ګروپونه وځړول شي.

 هغه وايي، چې دغه ګروپونه د شپې له خوا روضه او شاوخوا سيمه يې روښانه ساتي، چې د جشن په شپو كې ښار ته يوه ځانګړې ښكلا ورکوي.

 مقيم زياته کړه، چې د كب له لومړۍ نېټې يې د مزارشريف د ټولو هوټلونو او مسافرخانو كتنه په دې موخه پيل كړې، چې هر هوټل او مسافرخانه د پاكوالي پام وساتي. 

د روضې د جنډې پورته کولو مراسمو لپاره د ګډونوالو د امنيت په موخه د بلخ امنيتي چارواكي هم پر امنيتي چارو بوخت دي.

د بلخ د امنيه قوماندانۍ چارواكي وايي، چې د نوي کال په جشن کې د خلکو د ډېر ګډون اټکل شوی او همدا لامل دی، چې دوی هم له تېرو کلونو څخه په خورا بدلون امنيتي تدابير نيولي دي.

د بلخ ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرزاق قادري پژواک ته وويل، چې په دغو امنيتي تدابيرو کې ټول افغان ځواکونه، ملي پوليس، ملي اردو او ملي امنيت په پوره توګه برخه اخلي.

نوموړي زياته کړه، چې د ښار شاوخوا يې ۵ امنيتي كمربندونه او ۴ امنيتي شريدونه جوړ کړي، چې امنيتي چارې يې پيل شوې دي، چې په مرسته يې ښار ته د ننوتو ټولې لارې تر څار لاندې دي.

قادري وويل، چې که څه هم د تېرو کلونو په پرتله امنيتي ګواښونه ۹۰ سلنه کم ارزول شوي؛ خو بيا هم هغه سيمې، چې د دولت د مخالفينو د شتون او د ورانكاريو د ترسره كېدو وېره په كې په نسبي ډول شته، سر له اوسه په ګوته كړاى شوې او په ټوله مانا يې په كنټرول كې دي.

نوموړي زياته كړه، چې همدا راز د تېرو کلونو په څېر د مزار- كابل او مزار- شبرغان پر لويو لارو يو شمېر نوې امنيتي پوستې جوړې شوي، چې د کب له ۱۵مې يې چارې پيل کړې دي.

د هغه په وينا، په دې دواړو لويو لارو د کوچنيو امنيتي پوستو ترڅنګ په تاشقرغان تنګي، چشمه شفا، امام مقري پل او د بلخ ولسوالۍ په څلور لارې كې يې يوه – يوه ستره امنيتي پوسته هم جوړه کړې ده.

قادري وويل، چې روضې ته نږدې امنيتي کمربندونو کې پوليس پرته له وسلې د امنيت د ټينګښت چارې پر مخ وړي، چې خلکو ته ډاډ امنيت تصوير ښودلو ښه بېلګه ده.

 جنډه، د روضې د زيارت او د جومات تر منځ په يوه وسپنيزه چاردېوالۍ كې درول كېږي، هر کال د جنډې پورته کولو پر مهال د خلکو ډېره ګڼه ګوڼه وي، چې له امله يې هر كال په دغې ورځ يو شمېر نندارچيان ټپيان او بې هوښه كېږي.

د بلخ د عامې روغتيا رييس ډاکټر ميرويس ربېع، چې د روغتيايي کمېسيون مشري پر غاړه لري، پژواک ته وويل، چې تېر كال د جنډې اوچتولو په مراسمو كې لسګونه كسان ټپيان او بې هوښه شوي وو، خو په وينا يې، د راتلونکي نوي كال لپاره يې كلك روغتيايي پلانونه په پام كې دي.

د ده په وينا، د كب مياشتې له ۲۵مې نېټې څخه د وري مياشتې تر درېيمې پورې د روضې په انګړ كې يو روغتيايي كمپ کار کوي، چې د نارينه وو ترڅنګ به ښځينه ډاکترانې هم په کې وي.

 نوموړي وويل، چې د كب له ٢٥مې د وري تر درېيمې نېټې پورې به شپه او ورځ په مزارشريف كې ۸ امبولانسونه ګرځي، چې د ناڅاپي پېښو پر مهال له خلكو سره مرسته وكړي. 

 د بلخ د والي وياند منير فرهاد پژواك اژانس ته وويل، چې په مزارشريف كې د تېر كال د نوروز په جشن كې يو لړ لوړپوړو دولتي چارواكو او په دغه ښار كې د بهرنيو هېوادونو قونسلرانو هم برخه اخيستې وه.

 خو زياته يې كړه، تر اوسه څرګنده نه ده، چې د راتلونكي كال په دغو مراسمو كې به كوم لوړپوړى چارواكى برخه واخلي.

 د نوي كال د نوروز جشن لپاره د بلخ ولايت د مقام له خوا د ځينو ګاونډيو هېوادونو د هم سرحده ولايتونو واليانو ته هم بلنه وركړل شوې ده.

 د والي وياند وويل، چې د بلخ ولايت د مقام له خوا د تاجكستان، ازبكستان، تركمنستان، پاكستان او ايران هم سرحده ولايتونو واليانو ته بلنه وركړل شوې ده، چې له افغانانو سره د نوروز په جشن او د روضې د جنډې درولو په مراسمو كې برخه واخلي.

Related Topics