لښکرګاه (پژواک ۲۶ کب ۹۲): د هلمند امنيتي چارواکي وايي، چې د ټاکنو د امنيت لپاره يې سلګونه پوليسو ته ځانکړې روزنه ورکړې ده.
د دغه ولايت د پوليسو د روزنيز مرکز قوماندان عبدالمحمد ظفرخېل د کب په ٢٦مه د پنځه سوو په شمېر د دغو پوليسو په فراغت غونډه کې وويل، چې پوليسو ته يې د ټاکنيزو مرکزونو د امنيت ساتلو په برخه کې بشپړه روزنه ورکړې ده.
د ده په خبره، د روزنې په دغه پروګرام کې۲۷۰ ساتنمنان، ۴۹ سيمه ييز او پاتې ملي پوليس شامل دي، چې د هلمند په بېلابېلو سيمو کې به پر دندو وګومارل شي.
ظفرخېل وويل، يادو پوليسو ته په دې موده کې د افغان ښوونکو له خوا د جنګي او نورو تاکتيکونو سربېره د ټاکنو بهير د خونديتوب په موخه داسې مهارتونه ورښودل شوي، چې له مخې به يې له دې پروسې په ښه توګه ساتنه وکړاى شي.
د ده په خبره، چې دغه پوليس به د دغه ولايت د مرکز په ګډون په ولسواليو او ټولو هغو سيمو کې، چې د رايې اچونې مرکزونه په کې دي، امنيتي مسوليتونه پر غاړه واخلي.
د هلمند د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر مل پاسوال نصرالله ګرمسيري وويل، چې تېرو کلونو ته په کتو اوس پوليس مسلکي شوي او د بهرنيو ځواکونو په نشتوالي کې هېڅ د ستونزې احساس نه کېږي.
نوموړي وويل، پوليسو په دغه ولايت کې وسله والو ته ماتې ورکړې او کولاى شي په يواځې ځان عمليات ترسره کړي او د راتلونکو ټاکنو د امنيت ساتنه وکړي.
له دغه روزنيز مرکز څخه يوه فارغ شوي پوليس، عمرالرحمن خبريالانو ته وويل، په ډېرو برخو کې مسلکي روزنه ورکړل شوې.
هغه وايي: ((خوشاله يم، چې په راتلونکو ټاکنو کې به د امنيت ساتنې په برخه کې خپل ولس ته خدمت وکړم.))
په هلمند کې د رايې اچونې ۲۱۴ مرکزونه شته، چې له دې ډلې ۱۴۲ يې فعال او پاتې نور تر لوړو او ټيټو امنيتي ګواښونو لاندې ښودل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP