Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پنجشېر کې سېلابونو زيانونه اړولي

پاراخ (پژواک ٢٦ کب ٩٢): سېلابونو او د واورو ښويېدنو د پنجشېر په بېلابېلو سيمو کې زيانونه اړولي او له امله يې هغه لاره تړل شوې، چې دغه ولايت له پروان او بيا کابل سره نښلوي.

د پنجشېر والي عبدالرحمن کبيري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه لار د تېرې شپې له شاوخوا اتو بجو راهيسې د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.

د هغه په وينا، سېلابونو د پنجشېر د عنابې ولسوالۍ له “کورابې” تر “زمان کور” سيمو ٧ ځايه سړک تخريب کړى دى.

دغه راز ده وويل، چې د دغه ولايت د درې ولسوالۍ په “تندخوى” سيمه کې د واورې ښويېدنې له امله د خلکو کرنيزې ځمکې او باغونه زيانمن شوي او د دې سيمې د سلګونو کورونو لار د ولسوالۍ له مرکز سره تړل شوې ده.

سرچينې زياته کړه، چې د پنجشېر د ابشار ولسوالۍ د ترينګال سيمې د سلګونو کورونو لار هم تېره شپه د واورو ښويېدنو له امله تړل شوې ده.

د تندخوى او ترينګال سيمو له خلکو سره مو اړيکه ټينګه نه شوه، خو د دغه ولايت د درې ولسوالۍ د “مليمه” سيمې اوسېدونکي محمدصميم چې له کابل څخه خپلې سيمې ته د تګ په موخه په کورابه کې انتظار باسي، وايي چې د لارې د بندېدو له امله خلک له ستونزو سره مخ دي.

ده وويل، چې دا مهال په کورابه کې لسګونه موټر د لارې خلاصېدو په تمه ولاړ دي او ځيني بېرته پروان ته ګرځېدلي دي.

محمدصميم له اړوند ادارو غوښتنه وکړه، چې د لارې پرانيستل کېدو لپاره هڅې وکړي.

د پنجشېر والي عبدالرحمن کبيري وايي، چې ده د لارې د بندېدو ستونزه په کابل کې له اړوند ادارو سره شريکه کړې او دا مهال د هغه سړک د پرانيستې لپاره کار هم روان دى، چې سېلابونو تخريب کړى دى.

په هلمند، اروزګان، کونړ او کندهار ولايتونو کې هم سېلابونو زيانونه اړولي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.