Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندهار (پژواک٢٧کب٩٢): د کندهار ولايت د ښاري محکمې له لوري څلور تنه په اعدام محکوم شول.

د کندهار ولايت له مقام څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې يو تن چې حبيب الله نومېږي، د نعمت الله په نوم کس په خپل کور کې تر مېلمستيا وروسته په زهرو وژلى دى.

سرچينې ويلي، په دې اړه جوړه شوې علني محاکمه کې د دې قضيې موظف څارنوال وويل: “حبيب الله خپل کور ته نعمت الله رابللى و، هغه په موټر کې ورغلى او ده په مستو کې په زهرو ورکولو وژلى و، تر وژنې وروسته يې په خپل کور کې په يوه کنده کې دفن کړى و.”

تورن حبيب الله بيا ويلي: “نعمت الله زما انډيوال و، هغه زما له مېرمني څخه د نامشروع اړيکو غوښتنه کوله. زما مېرمنې ما ته ويل چې ستا انډيوال ما ته زنګونه وهي، زه د ټېلفون مکالمه د ثبوت په ډول لرم.”

د مقتول ورور او اکا له محکمې څخه د حبيب الله لپاره د اعدام د سزا غوښتنه وکړه.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې د ښاري محکمې رئيس قاضي عبدالحليم مسلم، ياد مجرم ته د موټر د غلا په جرم د پنځه کاله بند او د قتل په جرم د اعدام سزا واوروله.

هغه زياته کړې، که مجرم پر ياده پرېکړه باندې اعتراض لري، کولاى شي چې بله استيناف محاکمه دايره کړي.

د خبرپاڼې په حواله، دغه راز په ياده علني محاکمه کي درېيو تنو ته د ٥ کاله بند او اعدام سزا واورول شوه.

سرچينه وايي، نقيب الله، نوراحمد او رفيع الله د احمدجان نومي کس په ترور تورن دي.

موظف څارنوال ويلي، يادو کسانو په کندهار کې د احمدجان په نوم يو کس ترور کړى، چې تر څه وخت وروسته د پوليسو له لوري ياد کسان نيول شوي دي.

د دوى مدافع وکيل ويلي: “نوراحمد چې د ښوونځي زده کوونکى دى، عمر يې هم کم دى، نقيب الله او رفيع الله له مدارسو څخه پوليسو بېولي دي، له دوى سره هېڅ ډول اسلحه نه ده نيول شوې، دوى د پوليسو له لوري د وهلو په صورت کې اعتراف کړى او له ډاکټرانو څخه اسناد لري چې دوى وهل شوي دي.”

خو د مقتول مدافعينو ياد کسان مجرمين ګڼل او هغوى ته يې له محکمې څخه د سزا غوښتنه کوله.

سرچينه زياتوي، قاضي عبدالحليم مسلم، ياد کسان په پنځه کاله بند او اعدام محکوم کړل، خو هغه يادونه کړې چې دوى حق لري، بله استيناف محاکمه دايره کړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.