جلال اباد (پژواک ٢٧ کب ٩٢): د ننګرهار والي وايي چې بهرنيان له افغانستان سره د خپلو شخصي ګټو لپاره مرستې کوي.
والي مولوي عطاء الله لودين دغه څرګندونې د کب په ٢٧مه د جلال اباد په قصر کې د مومندو قوم د سولې تر عنوان لاندې يوې غونډه ته وکړې، چې په کې د مومندو د قوم د اوو ولسواليو قومي مشرانو او د دغه ولايت چارواکو برخه اخيستې وه.
د ننګرهار والي مولوي عطا لله لودين غونډې ته وويل، چې په هېواد کې د شته ستونزو له امله د ګاونډيانو لاسوهنې زياتې شوې دي.
هغه زياته کړه: ((بهرنيان غواړي چې افغانستان د دوی له غوښتنو سره سم خپله بهرنۍ تګلاره تمثيل کړي.))
د مولوي لودين په وينا، بهرنيان افغانستان ته د خداى د رضا لپاره نه دي راغلي، دوى د خپلو شخصي ګټو لپاره له افغانانو سره مرستې کوي او چېرې چې يې ګټې نه وي، بيا مرستې نه کوي.
د ننګرهار والي د امنيتي سند په اړه د ولسمشر کرزي له وروستي دريځ څخه ملاتړ وکړ او دغه دريځ يې افغاني او د خلکو له غوښتنو سره سم وباله.
مولوي لودين د مومندو قوم پر ولسونو غږ وکړ چې په ټاکنو ګډون وکړي او د امنيت په تامين کې له دولت سره مرسته وکړي.
د ننګرهار د ملي امنيت رييس ګل نبي وردګ يادې غونډې ته وويل، چې د ناستو جرګو او مرکو له لارې د ستونزو حل د خلکو او نظام لپاره ګټور وي.
هغه زياته کړه: ((پنځه مياشتې مخکې موږ د شينوارو له خلکو سره هم دا ډول ناسته درلوده نن د مومندو له مشرانو سره ناست يو، د خوګياڼو له مشرانو سره هم کېنو او ستونزې سره شريکوو.))
ګل نبي وايي چې روانه جګړه د افغانانو نه ده او مخالفين د نورو د اهدافو لپاره خپل وروڼه وژني او خپل کورونه ورانوي.
هغه زياته کړه: ((پرديو زموږ له بې اتفاقيو نه ډېره زياته ګټه وکړه او موږ ته يې ډېرې ستونزې را ولاړې کړې.))
د ملي امنيت رييس پر وسله والو مخالفينو غږ وکړ، چې راشي له دوى سره کېني او يو بل ته قناعت ورکړي.
د ننګرهار ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد وويل، چې د سولې د راوستو لپاره يې هلې ځلې پيل کړې دي او هڅه يې دا ده چې د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې يې ځواکونه وتوانېږي چې خپل سرحدونه وساتي.
هغه زياته کړه: ((په دې څو مياشتو کې زموږ امنيتي ځواکونه ګړندي شوي او ښه ګامونه يې پورته کړي دي، له حصارک نه نيولې تر بټي کوټ، شېرزاد، اچين، مومندرې، خوګياڼو او د جلال اباد تر اړوندو سيمو مو د وطن د دښمنانو د پاکولو د پاره ګامونه پورته کړي دي.))
د مومندو يوه قومي مشر او د کامې ولسوالۍ اوسېدونکي معلم زرجان پژواک اژانس ته وويل، چې له دې غونډې موخه دا وه، څو د ټاکنو د امنيت په اړه له چارواکو سره له نږدې خبرې وکړي او ستونزې ورسره شريکې کړي.
هغه زياته کړه: ((موږ د مومندو په قومي لحاظ هڅه کوو چې ټاکنې پر امنه وشي او څه ستونزه په کې پيدا نه شي او موږ له دولت څخه هم غواړو چې د مومندو په اوو ولسواليو کې ټاکنې په سوله ييزه توګه ترسره شي.))
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP