Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

حامد کرزي نوى کال د هېواد دسياسي ژوندان د تجديد له اړخه مهم وباله

کابل(پژواک ٢٩کب ٩٢): ولسمشر حامد کرزي د نوي کال د رارسېدو له امله ولس ته د مبارکۍ ترڅنګ دغه کال  د هېواد د سیاسي ژوندانه د تجدید له نظره مهم بللى دى.

نوموړي دغه څرګندونې په خپلې نوبتي راډيويي وينا کې کړې دي.

له ارګ څخه د کب په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې د ولسمشر له خولې راغلي : ((د نوي کال په لومړۍ میاشت کې، انشاءالله زموږ خلک د جمهوري ریاست او د ولایتي شوراګانو په ټاکنوکې ګډون کوي، د رایې ورکولو مرکزونو ته ځي، د خپلې خوښې وړ کاندیدانو ته رایه ورکوي او په دې ډول زموږ هېواد یو ځل بیا ولسواکي تمثیلوي.))

ده زياته کړې: ((زموږ خلک به د تېرو لسو کلونو د انتخاباتو په څېر دا ځل هم بریالي انتخابات ولري او په هېواد کې د سولې او ثبات د لا ټینګښت لپاره  پیاوړي ګامونه پورته کړي.))

سرچينه ليکي، چې ولسمشر د رایې ورکولو په شرایطو له ټولو برابرو افغانانو څخه غوښتي، چې د وري په ١٦مه د رایې ورکولو مرکزونو ته لاړ شي او په ټاکنو کې په ګډون کولو سره خپله ملي وجیبه ترسره کړي او د خپلې خوښې وړ کاندید ته رایه ورکړي.

حامد کرزي ويلي، چې د چاپېریال ساتنې لپاره، د هېواد ابادۍ او سمسورتیا ته اړتیا ده، چې هر یو د نوي کال په پسرلي کې لږ تر لږه یو نیالګی کېږدي.

د ولسمشر په خبره: ((د نوي کال او پسرلي له پیلېدو سره جوخت زموږ په هېواد کې د نیالګیو ايښودل، د بزګرانو او بڼوالو کرکیله هم پیلېږي. د نیالګیو ايښودل او کرنه د سمسورتیا نښه ده، چې باید ورته کلکه پاملرنه وشي.))

خبرپاڼه زياتوي، ولسمشر هيله څرګنده کړې، چې د افغانستان خلک نوی کال په ټولو خوښیو سره پیل کړي او دغه کال په سوله او د بریالیتوبونو په ترلاسه کولو سره تېرکړي.

د يوه بل خبر له مخې، ولسمشر حامد کرزي نن د پغمان ماڼۍ د پروژې د کار له پرمختګ څخه هم لیدنه وکړه.

له ارګ څخه په يوه بله جلا خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر نن له غرمې وروسته د پغمان په غونډۍ کې له هغې ودانیزې پروژې د کار له جریان څخه یو ځل بیا لیدنه وکړه، چې په پام کې ده، په ۱۳۹۳ لمریز کال د نوروز نړیوال جشن په دغې ودانۍ کې ونمانځل شي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې  حامدکرزي د دغې پروژې بېلابېلې برخې وکتلې او د موجودو نیمګړتیاوو د لرې کولو لپاره یې اړوندو چارواکو ته لازمې لارښوونې وکړې.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دغې ودانیزه پروژه کې د تاریخي ابداتو، د لرغونې ماڼۍ او باغونو رغونه او د۱۳۹۳ لمریز کال د نوروز د نړیوال جشن د نمانځنې لپاره د یوې ماڼۍ جوړېدل هم په کې شامل دي.

سرچينه زياتوي، د نوروز د نړیوال جشن د نمانځلو د نوې ماڼۍ تالار، چې په پاخه او اساسي ډول په کلاسیکه معمارۍ جوړ شوی دی، د ۱۰۰۰ مېلمنو لپاره ځای لري.

ټاکل شوې ده، چې سږ کال د نوي کال د جشن مراسم به په افغانستان کې ترسره شي او د نوروز د حوزې د هېوادونو مشران او استازي به په کې ګډون وکړي.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.