فيض اباد (پژواک ٢٩ کب ٩٢): د بدخشان ولايت څوارلس ولسواليو ته به ټاکنيز توکي، د واورې او د وسله والو مخالفينو د فعاليتونو له امله د هوا له لارې ولېږدول شي
د بدخشان والي شاه ولي الله اديب وايي، چې د دغه ولايت دوولس ولسوالۍ ځمکنۍ لارې نه لري، د کران و منجان او يمګان لارې د طالبانو د شتون له امله تړلې دي او د ټاکنيزو توکو لېږد ورته ناشونى دى.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې کوهستان، ياوان او راغستان ولسواليو ته يې د ملي دفاع وزارت د چورلګو په وسيله ټاکنيز توکي لېږدولي او ټاکل شوې چې پاتې ټاکنيز توکي به په راتلونکو څو ورځو کې ١١ نورو ولسواليو ته هم ولېږدوي.
والي زياته کړه، چې دغه پروګرام د يوې منظمې لړۍ له مخې پر مخ وړل کېږي.
د تېرو کلونو په ټاکنو کې ټول ټاکنيز توکي د ايساف هوايي ځواک له لوري لېږدول کېدل.
د بدخشان د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ولايتي دفتر مشر عبدالمالک حنيفي وايي، له دې وړاندې له سيمه ييزو چارواکو سره په همغږۍ کې، دا چې د ځينو لارو په اوږدو کې خنډونه شتون لري او ځينې نورې يې له امنيتي ستونزو سره مخ دي، پرېکړه يې کړې، چې ټاکنيز توکي دغو ولسواليو ته د هوا له لارې ولېږدوي.
سرچينې زياته کړه، چې په دغو توکو کې صندوقونو او د رايې ورکونې پاڼو، رنګ او نورو توکو ته اړتيا ليدل کېږي.
بدخشان ولايت ټولې ٢٨ ولسوالۍ لري، چې د سيمه ييزو چارواکو په وينا، د پاتې ١٤ نورو ولسواليو ټاکنيز توکي به د ځمکې له لارې ولېږدول شي.
د بدخشان والي وايي، چې د ټولو ٣١٥ مرکزونو له ډلې په جرم، تګاب او ځينو نورو ولسواليو کې ٢٦ مرکزونه د وسله والو مخالفينو له لوري تر لوړ ګواښ لاندې دي.
په شمال زون کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو قوماندان تورن جنرال ارکانحرب زلمي ويسا، په دغه زون (بدخشان، کندوز، تخار او بغلان) کې د راتلونکو ټاکنو له امنيت ساتلو ډاډ ورکړى او وايي، چې تر لوړ ګواښ لاندې د ټولو مرکزونو امنيت به د ټاکنو تر را رسېدو ټينګ کړي.
ټاکل شوې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې ١٧ ورځې وروسته (د وري ١٦ مه) ترسره شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP