جلال اباد ( پژواک، ٢٩ کب ٩٢ ) : په جلال اباد ښار کې د ډله ييز بريد له امله که له يوې خوا ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، نو له بلې خوا خلکو ته درانه مالي زيانونه هم اوښتي دي.
نن د کب په ٢٩مه، سهار وخته په جلال اباد ښار کې د پښتونستان څلور لاري سره د پوليسو پر لومړي ماموريت او شاهي ماڼۍ ته نږدې ديوه ډله ييز بريد په ترڅ کې ١٠ پوليس او يو محصل وژل شوي او تر ٢٠ زيات نور کسان ټپيان شول.
په دغه بريد کې اوه ځانمرګي بريدکوونکي هم وژل شوي او وسله والو طالبانو يې مسووليت پر غاړه اخيستى دى.
په ياد بريد کې د سلګونو دوکانونو او يو شمېر هوټلونو ښيښې او نور توکي له منځه تللي دي.
د ننګرهار د ملي راډيو تلوېزيون يوه کارکوونکي ، چې نه يې غوښتل نوم يې څرګند شي پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د ياد تلوېزيون ودانۍ او يو شمېر وسايل هم له منځه تللي دي.
نوموړي زياته کړه، چې لومړنۍ چاودنه د ننګرهار د ملي راډيو تلوېزيون او لومړۍ امنيتي حوزې تر منځ شوې ، چې له امله يې د ملي راډيو تلوېزيون ودانۍ، نشراتي خونې، تخنيکي وسايل او ځينې نور سامان الات له منځه تللي دي.
همداراز په سيمه کې د چيف برګر هوټل يوه کارکوونکي اکرام الله پژواک ته وويل ، چې د دوى د هوټل ټولې ښيښې ماتې شوې دي.
د نوموړي په وينا، چې د ښيښو د ماتېدو له امله يو شمېر ميزونه او نور وسايل هم له منځه تللي دي.
هغه زياته کړه: (( شاوخوا لس لکه افغانۍ تاوان يواځې زموږ هوټل ته رسېدلى دى.))
د ده په خبره، د دوى تر څنګ څلور نور هوټلونه هم موجود دي ، چې د ټولو ښيښې ماتې شوي او همداراز يې ګڼ مالي زيانونه ليدلي دي.
په سيمه کې د افغان پلازا يوه څښتن پژواک اژانس ته وويل، چې د پلازا ټولې ښيښې يې ماتې شوې دي.
نوموړى وايي ، چې په زرګونه ډالر تاوان ور اوښتى دى.
ده زياته کړه: ((يوشمېر دروازې هم ويجاړې شوې دي، په کوټو کې يو شمېر کسان سرسري زخميان شوي هم دي.))
ليکوال او شاعر زاهد الرحمان زاهد بيا پر امنيتي ادارو غږ کوي، چې د ټاکنو تر ورځې دې امنيت خوندي کړي، ځکه يو شمېر کړۍ غواړي ، چې ټاکنې ګډې وډې کړي.
زاهد وايي: (( په نننۍ نښته کې ملي تلوېزيون ته سخت زيان اوښتى، د ملکي وګړو دوکانونو او پلازاو ته زيان اوښتى دا څومره لوى تاوان شو.))
نوموړي پر وسله والو غږ وکړ ، چې نور دې له جګړې لاس واخلي او افغانان دې نه ځوروي.
د پوځي چارو کارپوه او د پوليسو اکاډمۍ پخواني استاد غلام ګل پژواک اژانس ته وويل ، چې نننى بريد د کشفي ارګانونو د ضعف له مخې رامنځته شوي دي.
دى وايي ، چې که کشفي ارګانونو ته امکانات برابر شي او په سمه توګه کار وکړي، نو کولى شي ، چې د داسې بريدونو مخه ونيول شي.
ده زياته کړه: (( يو څوک چې له ځانه تېر شي، نو هغه بيا هر څه کولى شي، خو د دا ډول بريدونو مخنيوى يواځې کشفي ارګانونه کولى شي، چې په شروع کې يې ختم کړي.))
د نوموړي په وينا، چې افغانستان په ډېرو حساسو پړاوونو کې دى او بايد امنيتي او کشفي ارګانونه د دا ډول پېښو د مخنيوي په برخه کې نه ستړي کېدونکې هلې ځلې وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP