Language

وسلوالو په هسکه مینه کې څلور قومي مشران وژلي

جلال اباد ( پژواک، ۲۹ کب ۹۲ ) : وسلوالو کسانو د ننګرهار په هسکه مینه ولسوالۍ کې هغه څلور قومي مشران وژلي چې د ټاکنو د پنځو تښتول شویو کارکوونکو د خوشې کولو لپاره په جرګه تللي وو.

د هسکې مینې ولسوال حسن خان د کب په ۲۹مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا پيښه نن د شپې په نهو بجو دیادې ولسوالۍ د مریز کنډاو په سیه کې رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړه چې د سیمې یو قومی مشران د ټولټاکنو د پنځو کارکوونکو د خوشې کولو په موخه د وسلوالو ساحې ته ورغلي وو، چې دبیرته د راتګ پر مهال په یاده سیمه کې نامعلومو وسلوالو دهغوی پر سراچه موټر ډزې کړې دي.

ولسوال وایي چې په دې ډزو کې څلور قومي مشران وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.

د نوموړي په وینا، په وژل شویو کسانو کې د یوه تښتول شوي تن پلار هم شامل دی.

دیادونې وړ ده چې د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون پنځه کارکوونکي څو ورځې مخکې د وسلوالو لخوا تښتول شوي وو.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.