کابل (پژواک،٢٩کب ٩٢): ولسمشر حامد کرزي په کندهار کې د ډهلې بند د ارتفاع د لوړولو په پروژه کې عامه ملکيتونو ته د زيان اوښتو د څېړلو لپاره يو پلاوى وټاکه .
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ولسمشر حامد کرزي نن له غرمې مخکې په ارګ کې د کندهار د شاه ولي کوټ ولسوالۍ له قومي مشرانو سره وکتل.
خبرپاڼه زياتوي، چې په دې کتنه کې د يادې ولسوالۍ مشرانو وويل، چې د ډهلې بند د ارتفاع لوړولو د اوسنۍ پروژې په پلي کېدو سره د سیمې د خلکو کورونو، کرنیزو ځمکو، مذهبي، تاریخي او کولتوري ابداتو ته زیان رسېږي.
سرچينه ليکي، دغو مشرانو له ولسمشر څخه غوښتنه وکړه، چې د انرژۍ او اوبو، کرنې، ښارجوړولو، مالیې، حج او اوقافو، د اطلاعاتو او فرهنګ او عدلیې د وزارتونو، د سیمه يیزو ارګانونو او د کادستر د ادارې د صلاحیت لرونکو استازو په ترکیب دې یو پلاوى وټاکي، ترڅو د ځمکې د استملاک او د قېمت د ټاکنې په ګډون د عادلانه عوض ورکولو لپاره یوه عملي کړنلاره او طرزالعمل جوړ کړي.
سرچينه وايي، ولسمشر حامد کرزي د کندهار ولایت د شاه ولي کوټ ولسوالۍ د مشرانو وړاندیز ومانه او هغوی ته یې ډاډ ورکړ، چې د یوه حکم په ترڅ کې به یو صلاحیت لرونکی پلاوى وګوماري، چې سیمې ته لاړ شي، ترڅو د ځمکې د استملاک په ګډون د مهمو او اړينو مواردو د عملي کولو لپاره یو طرزالعمل جوړ کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP