Language

مزارشريف ( پژواک، د وري لومړۍ نېټه ٩٣ ) : د  بلخ والي وايي،چې که  په راتلونکو ټاکنو کې لاسوهنې وشي او رڼې تر سره نه شي، نو لرې نه ده، چې په افغانستان کې بحراني حالت رامنځ ته شي.

د بلخ والي عطا محمد نور د وري په لومړۍ نېټه په مزارشريف ښار کې د حضرت علي کرم الله وجهه د روضې د جنډې پورته کېدو په مراسمو کې خلک په راتلونکو ټاکنو کې برخې اخيستو ته وهڅول.

هر کال د وري په لومړۍ ڼېټه د مزارشريف ښار د حضرت علي روضه کې د يو لړ دولتي مراسمو په ترڅ کې جنډه درول کېږي.

سږکال هم د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د زرګونو خلکو په ګډون د دولتي مراسمو په ترڅ کې د توپونو د ډزو په بدرګه، د روضې جنډه ودرول شوه.

په يادو مراسمو کې د اطلاعات او فرهنګ وزير،د شمال زون دولتي او امنيتي لوړ پوړو چارواکو او په مزارشريف کې د بهرنيو هېوادونو استازو او کونسلګرانوبرخه اخيستې وه.

عطا محمد نور وويل، چې دوی په ولسمشر باور لري، چې په ښه توګه د راتلونکو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره هڅې کوي.

نوموړي زياته کړه،چې رڼې ټاکنې د سوکالۍ  او پرمختګ ضمانت کوي او بايد له عامو خلکو تر دولتي چارواکو پورې د رڼو ټاکنو تر سره کېدو لپاره هڅې وشي.

د هغه په وينا ، چې که  ټاکنې رڼې تر سره نه شي، نو لرې نه ده، چې افغانستان له بحراني حالت سره مخ شي

په يادو مراسمو کې د اطلاعات او فرهنګ وزير سيد مخدوم رهين هم د نوروز په اړه له لنډو خبرو وروسته خلک په ټاکنو کې برخې اخيستو ته وهڅول.

نوموړي هم د ټاکنو په روڼتيا ټينګار وکړ او زياته يې کړه، چې که عام خلک ټاکنو ته په جدي توګه ارزښت ورکړي، نو ښې به تر سره شي.

همداراز د بلخ والي په دغه  ولايت کې د تېر کال په لاس ته راوړنو هم خبرې وکړې.

نوموړي زياته کړه، چې د تېر کال په ترڅ کې ۲۵ ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شوي او په بېلا بېلو سيمو کې ۱۲ روغتيايي کلينيکونه فعال شوي دي.

همداراز د ولايت د مرکز په ګډون په ځينو ولسواليو کې ۳۴ سړکونه قير شوي او ۲۷ کيلومتره  به جوړوي.

والي د  بلخ هوايي ډګر د ترمينل او رنوې جوړېدنه، د ۶۰۰ بستريز روغتون جوړېدنه، د رېل پټلۍ جوړېدنه، په حيرتان بندر کې د نفت او ګازو په برخه کې خصوصي پانګه  اچونه سترې لاس ته راوړنې وګڼلې.

نوموړي په دغه ولايت کې د شويو پراختيايي چارو په برخه کې له المان، چاپان، امريکا، هند، سوېډن، پاکستان، نړيوال بانک او اسيايي بانک څخه مننه وکړه، چې برخه يې پکې اخيستې ده.