Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ولسمشر کرزي پر سرينا بريد د پرديو ناکامه هڅه بللې ده

کابل ( پژواک،د وري لومړۍ نېټه ٩٣ ) : ولسمشر حامد کرزى پر سرينا هوټل د ترسره شوي بريد  د غندلو ترڅنګ وايي، چې دا د پرديو هغه ناکامې هڅې دي، چې غواړي افغانستان بې ثباته او محتاج پاتې شي.

پرون تر ماښام وروسته څلور تنه وسله وال کسان سرينا هوټل ته په ننوتلو بريالي شوي وو او بيا تر دوو ساعتونو جګړې وروسته دامنيتي ځواکونو له خوا ووژل شول.

د کورنيو چارو وزارت وايي، چې په دې بريد کې څلور بهرنيان او پنځه افغانان مړه شوي ، چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

په وژل شويو کسانو کې د احمد سردار په نامه يو افغان خبريال هم شامل دى، چې له خپلې ښځې او دوو ماشومانو سره وژل شوى دى.

له ارګ څخه د وري په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې ولسمشر حامد کرزي دغه پېښه په کلکه غندلې ده.

هغه زياته کړه، دغه ناوړه او غير انساني عمل د افغانستان د خلکو د دښمنانو کار دی ، چې نه غواړي په هېوادکې  تلپاتې امنيت او ثبات ټينګښت ومومي.

ولسمشر څرګنده کړه ، چې د دغه ډول بريدونو ترسره کېدل د پرديو  هغه ناکامې هڅې دي، چې غواړي افغانستان بې ثباته او محتاج پاتې شي.

د سرچينې په وينا، ولسمشر د سرينا پر هوټل بريد هم د کابل په ښارکې پر لبناني رستورانټ د بريد په څېر يوه حمله ده ، چې د پرديو د اهدافو او ګټو لپاره ترسره کېږي او په ډير تاسف سره قربانيان يې د ماشومانو او ښځو په ګډون بې ګناه ملکي خلک دي.

حامد کرزي د هېواد د امنيتي ځواکونو چټک عمل وستايه، چې په ډېر جرئت او مېړانه يې  وکولای شول ترهګر له منځه يوسي او په هوټل کې د لسګونو تنو د ژوند په ژغورلو سره د لا زياتې مرګ ژوبلې له رامنځته کېدلو څخه مخنيوی وکړي.

په افغانستان کې مېشتو د ايساف ځواکونو لوى قوماندان جنرال جوزېف ډانفورډ او د امريکا سفارت هم ياد بريد غندلى دى.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.