Language

په سرينا کې يو افغان خبريال له مېرمن او دوو ماشومان سره وژل شوى

کابل ( پژواک د وري لومړۍ نېټه ٩٣) : د کابل پر سرينا هوټل دتېرې شپې په بريد کې يو افغان خبريال له خپلې ښځې او دوو ماشومانو سره وژل شوى دى.

دا بريد پرون ماخوستن په شاوخوا نهو بجو پيل شوى و او د شپې په يوولسو بجو د څلورو بريدګرو په وژل کېدو  پاى ته ورسېد.

د کورنيو چارو وزارت مرستيال جنرال ايوب سالنګى وايي، چې په دې بريد کې ٩ تنه وژل شوي  ، چې څلور يې بهرني وګړي او پنځه يې افغانان دي.

په وژل شويو کسانو کې د احمد سردار په نامه يو تن افغان هم شامل دى، چې  د فرانسې له خبري اژانس ( فرانس پرېس ) سره يې دنده ترسره کوله او د (پرېسسټان) په نامه يې يوه شخصي خبري شبکه هم لرله.

د هغه وراره تورج د وري په لومړۍ نېټه، پژواک خببري اژانس ته وويل ، چې سردار له خپلې کورنۍ سره تېر ماښام سرينا هوټل ته د ډوډۍ خوړلو په موخه تللى و .

د نوموړي په وينا، په دې بريد کې سردار، د هغه ښځه او دوه ماشومان يې وژل شوي او درېيم ماشوم يې سخت ټپي او د کوما په حالت کې دى.

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي تېره شپه ناوخته د پېښې په ځاى کې خبريالانو ته وويل، څلور بريدګر، چې عمرونه يې تر ١٨ کلونو کم وو او د ماښام په شپږو بجو د ډوډۍ خوړلو په پلمه هوټل ته راغلي وو.

هغه زياته کړه، چې دوى پخپلو جرابو کې وړې تومانچې پټې کړې وې او د هوټل دننه ديوه سالون په تشنابونو کې يې ځانونه پټ  او بيا يې دشپې په نهو بجو بريد پيل کړ.

صديقي په دې کار کې د سرينا هوټل ساتونکي ګرم وبلل او زياته يې کړه، چې هغوى له غفلت څخه کار اخيستى دى.

وسله والو طالبانو ددې بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.