غزني ښار ( پژواک، د وري لومړۍ ٩٣ ) : په غزني ښار کې ديوې چاودنې له امله د ملي اردو يو سرتېرى وژل شوى او درې نور ژوبل دي.
د والي وياند شفيق ننګ د وري په لومړۍ پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن تر غرمې وروسته په شاوخوا درېو بجو د غزني ښار دسخي صاحب په سيمه کې د ملي اردو پر موټر وشوه.
هغه زياته کړه چې د چاودنې له امله يو سرتېرى وژل شوى او درې نور ژوبل دي.