مزار شريف ( پژواک، ٢ ورى ٩٣ ) : د مزار شريف اوسېدونکي او يو شمېر دولتي مسوولين وايي، چې د تېرو کلونو په پرتله د ۱۳۹۳ کال د نوروز د جشن مراسم کمرنګه وو.
دغه اوسېدونکي زياتوي، چې د هېواد روان سياسي حالات، ټاکنې او د هوا يخوالى ممکن د دې لامل شوى وي، چې د نوروز جشن ته د راتلونکو کسانو په شمېر کې کموالی راشي.
د بلخ ولايت د اطلاعاتو او کولتور رياست مسوولين هم مني، چې د تېر کال په پرتله، سږ کال مزار شريف ته راغلي مېلمانه ډېر کم وو.
د حضرت علي رض د روضې ختيځ لور ته د بابر هوټل او مسافرخانې مسوول نادربای پژواک اژانس ته وويل، چې هر کال به له نوروز څخه لس ورځې وړاندې د دوی د هوټل ټولې خونې نيول شوې وې، خو سږ کال ځينې خونې پکې خالي پاتې شوې دي.
د هغه په وينا، په نورو کلونو کې به د نوروز په شپه د يوې معمولي خونې کرايه ۴۰۰۰ افغانيو ته رسېدله، خو سږ کال له ۲۰۰۰افغانيو څخه لوړه نشوه.
ده زياته کړه: (( هر کال زما د هوټل ډېری مېلمانه د کندهار، ننګرهار، بدخشان او آن د تاجکستان هېواد اوسېدونکي وو، خو سږ کال د همدې شمالي ولايتونو دي او له لرې ولايتونو څخه دومره څوک نه دي راغلي.))
نادر بای زياتوي، چې ممکن د هوا يخوالي د نوروز جشن ته د راتلونکو مېلمنو مخنيوی کړی وي.
د بلخ ولايت د اطلاعاتو او کولتور رييس صالح محمد خليق هم د نوروز د مراسمو د کمرنګۍ او پکې د خلکو د کموالي يو عمده لامل د هوا يخ والی ښيي.
نوموړي پژواک ته وويل، چې له نوي کال څخه دوه ورځې وړاندې لا د واورو له امله د سالنګ لويه لاره تړل شوې وه
ده زياته کړه: (( مزار ته چې څوک راځي، نو همدا يوه د سالنګ لاره ده، سږ کال موسم داسې راغی چې واورې ډېرې وشوې، دغه لويه لاره وتړل شوه، موږ خبر يو چې ځينې مسافرينو چې غوښتل يې نوروز مېلې ته راشي، بېرته له نيمايي لارې څخه ګرځېدلي دي.))
خليق زياتوي، چې سږ کال هم د نوروز مراسم په ښه ډول او د امنيت په چاپيريال کې ترسره شول او د بلخ په ګډون د شمالي ولايتونو اوسېدونکو پکې ډېره برخه اخېستې وه.
د هغه په وينا ، سره له دې چې له تاجکستان او ازبکستان هېوادونو څخه يو شمېر مېلمانه راغلي وو، خو د تېر کال په اندازه نه وو.
د مزار شريف د سياه ګرد کوڅې اوسېدونکي محمد شفيع پژواک ته وويل، چې د هېواد روانو سياسي حالاتو هم د نوروز پر جشن نېغ په نېغه اغېزه درلوده.
هغه زياتوي ، هر کال به د جنډې د پورته کولو په مراسمو کې د ګډون په خاطر روضې ته ورته، خو سږ کال يې کورنۍ اجازه ورنکړه ،چې ورشي.
دى وايي : (( پلار مې پرېنښودم، کورنۍ مې ويريدله، ويل يې خدای مکړه چاودنه ونشي، سم پلان مو نيولی وو، چې له وروڼو سره به مې روضې ته ځم، خو کله مو چې د فارياب او ننګرهار چاودنې په تلوېزيون وليدلې، نو بيا چا اجازه رانکړه، چې روضې ته لاړ شم.))
يو شمېر خلک بيا د نوروز د مراسمو د کمرنګۍ لاملونه ټاکنيز کمپاينونه په ګوته کوي.
د بلخ پوهنتون د ادبياتو پوهنځي استاد محمد ضمير پژواک اژانس ته وويل، چې د ګوتو په شمېر ورځې د ټاکنيزو هڅو پای ته پاتې دي، نو ډېری خلک په کمپاينونو بوخت دي، نو له همدې امله يې د نوروز په مراسمو کې ګډون ونکړ.
هغه زياته کړه: (( ۹۰ سلنه افغانان په کمپاينونو بوخت دي، د نوي کال په ورځ رخصتي ده، له روضې پرته په نورو سيمو کې هم غونډې وي، کانديدان هڅه کوي خپل خلک جلا جلا راټول کړي او خپل کمپاين وکړي، زما په نظر همدا لامل دی، چې خلکو د نوي کال په مراسمو کې ډېر ګډون ونکړ.))
د بلخ د اطلاعاتو او کولتور رييس دا هم وايي، چې تر يوه ځايه د کابل په پغمان کې په نړيواله سطح د نوروز د مراسمو د نمانځلو اغېزې هم وې، چې ډېر مېلمانه رانغلل.
په همدې حال کې د مزار شريف يو شمېر اوسېدونکي د نوروز په ورځ د امنيت له ټينګښت څخه خوښي څرګندوي او وايي، چې د ټول ښار امنيت په ښه ډول نيول شوی وو.
د مزار ښار د سخي اباد اوسېدونکي حسين علي پژواک ته وويل، چې د پنجشنبې له سهاره پر څلور لارو او سړکونو باندې امنيتي ځواکونه ودرېدل او د نوي کال د ورځې تر ماښامه پورې يې په ښه ډول امنيت وساته.
د بلخ د اطلاعاتو او کولتور د رييس په وينا، د نوي کال په شپه د مزار شريف په څو هوټلونو کې د بهرنيو او کورنيو سندرغاړو کنسرتونه ترسره شول او همدا راز سږ کال هم د نوروز په شپه د اتش بازۍ لوبه په ښار کې اجرا شوه.