Language

د وسله والو راکټي بريد ٧ ملګي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله

غزني (پژواک ٣ ورى ٩٣): د غزني ولايت چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د يوه راکټي بريد په پايله کې د يوه ماشوم په ګډون درى تنه وژل شوي او٤ نور ټپيان دي.

د دغه ولايت د قرباغ ولسوال فضل الرحمن د وري په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه راکټي بريد نن (د وري ٣مه) سهار مهال، د وسله وال طالبانو له لوري شوى او بيا پر يوه کور لګېدلى دى.

د قره باغ د ولسوال په وينا، په دې پېښه کې ٢ مېرمنې او يو ماشوم وژل شوي او ٤ مېرمنې ټپيان شوې دي.

د هغه په خبره ، دا پېښه د يادې ولسوالۍ د ميرخان په نوم کلي کې رامنځته شوې ده.

فضل الرحمن وايي، طالبانو پلان درلود، چې په دې سيمه کې د افغان پوليسو پوستې په نښه کړي خو توغولى راکټ يې د ولسي خلکو پر يوه کور لګېدلى دى.

بلخوا د غزني د والي وياند شفيق ننګ پژواک ته وويل، تر دې پېښې وروسته افغان پوليسو له وسله والو طالبانو سره نښته وکړه، چې په کې يو طالب وسله وال ووژل شو او ٢ نور ټپيان شول.

ننګ وايي، په نښته کې افغان سرتېرو ته زيان نه دى اوښتى.