Language

“د وسله والو په بريدونو مو هوډ نه شي بدلېداى”

جلال اباد (پژواک ٣ ورى ٩٣): د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي ، چې وسله وال يې په غلچکي بريدونو هوډ نه شي کمزورى کولى او دوى به د رڼو ټاکنو لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.

چارواکو دغه څرګندونې  د وري په ٣مه، د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د هغو پوليسو د فاتحې په مراسمو کې وکړې، چې تېره اونۍ په جلال اباد ښار کې د ډله ييز بريد پرمهال وژل شوي وو.

تېره اونۍ او دپنجشنبې په سهار يوه ډله وسله والو د جلال اباد ښار د پوليسو د لومړۍ حوزې پر ماموريت  ډله ييز بريد کړى و، چې په ترڅ کې يې لس پوليس او يو محصل ووژل شول او يو شمېر نور ټپيان شوي وو.

د وژل شويو پوليسو د فاتحې په مراسمو کې د ننګرهار مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال وويل ، چې په جلال اباد کې د لومړۍ امنيتي حوزې پر بريد ټول ننګرهاريان او بيا افغانان خواشيني دي.

ده زياته کړه: (( دا ډول بريدونه د امنيتي ځواکونو هوډ نه شي کمزورى کولى، دوى به له هېواد او هېوادوالو څخه خپلې دفاع ته ادامه ورکوي. ))

ګرديوال  پر ټولو امنيتي ځواکونو غږ وکړ، چې د پخوا پرتله دې په څو چنده کار وکړي او ننګرهار دې د امن پر لور بوځي.
نوموړي د فاتحې په مراسمو کې د وژل شويو پوليسو کورنيو ته د تسليت مراتب وړاندې کړل او پر ولسونو يې هم غږ وکړ ، چې د امنيتي ځواکونو ملاتړ دې وکړي.
د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد بيا وايي، چې د وسله والو دا ډول غلچکي او ناځوانمردانه بريدونه به د دوى مورال هېڅکله هم کمزورى نه کړي.

دى وايي ، چې وسله وال که هر څومره د بل په اشاره کارونه وکړي ، خو دوى به يې پرينږدي، چې په هېواد کې ناامني رامنځته کړي او افغانستان د يوه بحران پر  لور بوځي.

هغه زياته کړه : ((لکه څرنګه چې زما پوليسو ځان په دې خاوره قربان کړ، داسې ما هم له سره کفن تړلى او د غليم پر وړاندې به د خپلې خاورې نه دفاع کوم، که مې سر هم لاړ شي پروا يې نشته.))

د نوموړي په وينا، وسله وال مخالفين د پرديو په اشاره خپل هېواد ته اور راوړي ، خو امنيتي ځواکونه به يې په بشپړ توان سره مخه نيسي.

امنيه قوماندان داهم وويل، چې يو شمېر کړۍ او پردي پالي نه غواړي ، چې د دې وطن ماشوم دې وخاندي، هغوى نه غواړي ، چې دلته دې نوى کال په خوشحالۍ ونمانځل شي.))

ده دا هم وويل، کوم پوليس چې د تېرې اونۍ په بريد کې وژل شوي هغه مړه نه، بلکې ژوندي دي، ځکه هغوى د خپلې خاورې په دفاع کې خپل ځانونه له لاسه ورکړي او نوم به يې تل ژوندى وي.
د صاحب الحق په نامه يوه تن چې ورور يې د جلال اباد ښار د لومړۍ امنيتي حوزې ساتنمن و او په بريد کې وژل شوى پژواک اژانس ته وويل ، چې دوى د خپل ورور په سرښندنو وياړي.

نوموړي زياته کړه ، چې که څه هم کورنۍ يې د ورور پر وژل کېدو خواشينې ده، خو له بله خوا خوښ پر دې دي ، چې له وطن  څخه د دفاع په لاره کې يې خپل ځان له لاسه ورکړى.

هغه وويل: (( د ما بل ورور په ملي اردو کې دى، زه په خپله هم دولتي دنده لرم، دا پر موږ فرض دي، چې د دې خاورې خدمت وکړو.))

دى وايي ، چې يو شمېر نور ځوانان به هم وروسته له دې د پوليس ليکو ته وهڅوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.