Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هلمند ګرمسېر کې درې پوليس او يو وسله وال وژل شوي

لښكرګاه (پژواک ٤ ورى ٩٣): د هلمند ولايت چارواکي وايي، چې له وسله والو طالبانو سره د يوې نښتې په ترڅ کې ٣ پوليس او يو طالب وژل شوي او ٦ طالبا ژوندي نيول شوي دي.

د ګرمسېر ولسوال ايوب عمر د وري په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه تېره شپه د يادې ولسوالۍ په دورزو سيمه کې رامنځته شوې ده.

ولسوال وايي، پوليس په سيمه کې د ګزمې په حال کې وو، چې وسله والو طالبانو پرې بريد وکړ او تر منځ يې په نښته کې ٣ پوليس او يو طالب وسله وال ووژل شول.

د عمر په خبره، د نښتې پر مهال د نږدې پوستو پوليس هم د جګړې سيمې ته ورغلل او شپږ وسله وال يې ژوندي ونيول.

ولسوال وايي، په نيول شوو وسله والو کې يو يې د ښځو په جامو کې و.

بلخوا د هلمند د والي وياند عمر ځواک تاييدوي، چې په ګرمسېر کې له وسله والو سره په نښته کې ٣ پوليس او يو طالب وژل شوي او ٦ وسله وال ژوندي نيول شوي دي.

ځواک وايي، نيول شوو وسله والو غوښتل، چې په سيمه کې ورانکاره کړنې وکړي او د افغان سرتېرو پوستې په نښه کړي.

د نوموړي په وينا، چې له نيول شوو وسله والو اوس پوښتنې روانې دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.