Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پروان په جبل السراج کې د سيمه ييزو پوليسو يوه قوماندان خلک ګواښلي

کابل (پژواک ٤ ورى ٩٣): د پروان د جبل السراج ولسوالۍ د اشابې درې ځيني اوسېدونکي وايي، د سيمه ييزو پوليسو يوه قوماندان په دې ګواښلي چې د هغه د خوښې له کانديد پرته بل چا ته کمپاين ونه کړي.

خو ياد قوماندان د دغو کسانو څرګندونې ناسمې بولي او وايي چې له هغوى سره يې د شخصي ستونزو له امله شخړه کړې ده.

د اشابې اوسېدونکي غلام سعيد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دى او څو تنه نور د پروان له مرکز چاريکارو څخه يادې درې ته پر لاره وو، چې په دې دره کې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان نصرالدين يې موټر ودراوه.

هغه وويل، چې نصرالدين او د هغه ١٥ ملګرو، دوى له موټر څخه ښکته کړل، د ولايتي شورا د يو کانديد تصويرونه يې ورڅخه واخيستل او څېرې يې کړل.

غلام سعيد د ياد کانديد نوم ياد نه کړ.

دى وايي، چې د سيمه ييزو پوليسو دغه قوماندان د دوى يو ملګرى شاه اغا په کونداغ وواهه او ټولو ته يې ګواښ وکړ چې د پروان د ولايتي شورا له کانديد غلام بهاوالدين جيلاني پرته د ولايتي شورا بل نوماند ته کمپاين ونه کړي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه له غلام بهاوالدين جيلاني سره هم خبرې وکړو خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.

د اشابې بل اوسېدونکي اميرمحمد چې هغه هم په ياد موټر کې له غلام سعيد سره ملګرى و، د غلام سعيد څرګندونې تاييد کړې.

د ده په وينا، شاه اغا سپين ږيرى سړى دى او د لګړې په مرسته پر لاره ځي، خو نصرالدين پر کونداغ وواهه او د هغه د سپينې ږيرې خيال يې هم ونه ساته او د موټر ښيښې يې هم ماتې کړې.

هغه زياته کړه، چې وروسته دوى د جبل السراج امنيه قوماندانۍ ته زنګ وواهه، خو تر څو چې پوليس سيمې ته ورتلل، نصرالدين يې له ډلې سره له سيمې ولاړ.

د جبل السراج امنيه قوماندان احمدضيا تاييدوي چې د يادو کسانو تر منځ شخړه شوې، خو وايي چې دغه شخړه له ټاکنو سره تړاو نه لري او د خپلمځني ستونزو له امله وه.

ده په دې اړه د نورو جزئياتو له ورکولو پرته وويل، چې دغه موضوع يې څارنوالۍ او د پروان د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مديريت ته راجع کړې ده.

په اشابه کې د محلي پوليسو قوماندان نصرالدين هم وايي، چې ده څوک نه دي ګواښلي او نه يې هم چا ته ويلي، چې کوم ځانګړي کانديد ته رايه ورکړي.

هغه وويل، چې ده د چا موټر نه دى درولى او نه يې هم څوک ډبولي دي، خو له يادو کسانو سره يې په سيمه کې شخړه کړې ده او لامل يې د هغوى تر منځ پخوانۍ دښمني ده.

ده د هغوى تر منځ د دښمنې په اړه نور معلومات ورنه کړل.

د هغه په وينا، ياد کسان ځکه دا ډول څرګندونې کوي، چې غواړي سيمه نا امنه کړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.