غزني (پژواک ۴ ورى ۹۳): په غزني کې په داسې حال کې د نيالګيو اېښودو لړۍ پيل شوه، چې اوسېدونکي يې وايي، د نه پاملرنې له امله تېر کال اېښودل شوي نيالګي ډېرى يې بېرته وچ شوي دي.
چارواکي وايي، چې سږ کال به د غزني ښار په ګډون په ولسواليو کې نږدې پنځوس زره نيالګي کېږدي.
د غزني والي موسى خان اکبرزاده، چې د ولايت په مقام کې يې د نيالګيو اېښودو لړۍ پيل کړه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې خلک بايد د ولايت د ښکلا لپاره نيالګي کېنوي.
نوموړى وايي: ((سږ کال به په غزني کې پنځوس زره نيالګي کېنول شي او هر څوک بايد يو نيالګى د ځان او بل د هېواد لپاره کېنوي.))
اکبرزاده د غزني له خلکو وغوښتل، چې د دغو نيالګيو ساتنه وکړي.
والي وويل، چې د نيالګيو لپاره يې د اوبو رسولو پلان جوړ کړى څود وخت په تېرېدو وچ نه شي.
د غزني د کرنې رييس سلطان حسين عباسيار وايي، چې اوس په دولتي ادارو کې د نيالګيو کېنول پروګرام پيل شو.
نوموړي پژواک ته وويل: ((په دغو نيالګيو کې مېوه داره او بې مېوې نيالګي شامل دي، چې د ښار په ګډون به په ولسواليوکې هم کېنول شي.))
عباسيار د غزني له اوسېدونکو وغوښتل، چې هر ډول نيالګي دې کېنوي او په سمه توګه دې د هغې پالنه وکړي.
د کرني رييس وايي، چې دغه نيالګي به د غزني ښار د اسلامي ثقافت مرکز، د غزني شاوخوا سيمو او پر غونډيو کېنوي.
ځيني خلک وايي، چې هر کال په زرګونه نيالګي اېښودل کېږې خو د وخت په تېرېدو سره بېرته وچېږي.
د غزني اېښودو محمدانور پژواک ته وويل: ((داسې ځاى نيالګي کېنول کېږي، چې هلته اوبه نه وي.))
انور وايي، چې تېر کال يې د ښار د سخي صېب د غونډۍ پر سر سلګونه نيالګي کېنول خو بېرته وچ شول.
ياده دې وي، تېر کال هم په غزني کې په زرګونه نيالګي کېنول شول خو د اوبو د نشتوالي له امله بېرته له منځ تللي دي.