Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هلمند کې ١٦٠٠ کيلوګرامه نشه يي توکي ونيول شول

لښکرګاه (پژواک ٤ ورى ٩٣): په هلمند ولايت کې سرحدي پوليسو سلګونه کيلوګرامه نشه يي توکي له وسلو او مهماتو سره يو ځاى نيولي دي.

په دغه ولايت کې د شپږم سرحدي زون درستيزوال سمونوال حميدالله صديقي وايي، چې دغه توکي دشنبې په شپه د خانشين ولسوالۍ په اوښ غاړه سيمه کې د يوه کمين پر مهال نيول شوي دي.

هغه زياته کړه، چې د دوى د پټومعلوماتو له مخې، قاچاق وړونکو غوښتل له دې سيمې د قاچاقي توکو کاروان تېرکړي، چې وروسته د سرحدي پوليسو له يوه کمين سره مخ شول او جګړه پيل شوه.

صديقي وايي، جګړې پنځه ساعته دوام وکړ ، چې په پايله کې يې ١٥٨٠ کيلوګراومه چرس، درې کلاشينکوفونه او ١٥ لاسي بمونه له دوو موټرو سره يوځاى د پوليسو لاس ته ورغلل او قاچاقچيان په تېښته بريالي شول.

د هغه په وينا، چې په دې نښته کې سرحدي پوليسو ته هېڅ ډول زيان نه دی اوښتى.

درستيزوال وويل، چې نيول شوي توکي د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مديريت ته سپارل شوي دي.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.