Language

کابل(پژواک ٤ ورى ٩٣): د الکوزیو د قوم د سراسري شورا غړو د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره په کتنه کې په هېواد کې د ملي یووالي پر لا ټینګښت ټینګار وکړ.

په هغې خبرپاڼه کې چې د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته لېږل شوې، راغلي دي، په دې کتنه کې چې نن غرمه په ارګ کې ترسره شوه، د الکوزیو د قوم د سراسري شورا څو تنو غړو خبرې وکړې او د دغې شورا له جوړلو څخه یې موخه په هېواد کې د ملي یووالي او اتفاق لا ټینګښت وباله.

د الکوزیو د قوم مشرانو وویل، چې د دوی هڅه دا ده، چې په ټولو مهمو ملي مسئلو کې د هېواد ټول قومونه سره همغږې او مهمې پېچلې موضوع ګانې د تفاهم او ډیالوګ له لارې حل کړي.

دوی ډاډ څرګند کړ، چې د ولسمشرۍ او د ولایتي شوراګانو په ټاکنو کې به په براخه کچه ګډون وکړي او د خپلې خوښې وړ نوماند ته به رایه ورکړي.

د الکوزیو د قوم سراسري شورا د حامد کرزي په مشرۍ  په هېواد کې تېرو دولسو کلونو ته د اشارې په ترڅ کې وویل: ((ستاسو زعامت د دې سبب شو چې د نړۍ په ډېری هېوادونو کې د افغانستان بیرغ ورپیږي. ستاسو رهبري زموږ په زړونو کې یوه خاطره ده چې په تاریخ کې به هم د تل لپاره پاتې شي.))

ولسمشر حامد کرزي په هېواد کې د يووالى او اتفاق او د قومونو ترمنځ د تفاهم او همغږۍ په رامنځته کولو کې د قومي شوراګانو رول مهم او رغنده وباله، د ملي یووالي د لا ټیګښت لپاره یې د الکوزیو د قوم د سراسري شورا هڅې وستایلې.

هغه په هېواد کې له  شویو پرمختګونو څخه د یادونې په ترڅ کې ډاډ څرګند کړ، چې افغانستان د پرمختګ په لور روان دی.

 کرزي وویل: ((دغه پرمختګ هغه مهال لا ګړندی او هېواد مو پیاوړی کېدلای شي، چې په میلونونو افغانان را ووځي، د رایې ورکولو مرکزونو ته لاړ شي او د خپلې خوښې کاندیدانو ته رایه ورکړي.))

نوموړي د الکوزیو مشران وهڅول، چې خپلې لوڼې او زامن ښوونځیو ته واستوي او تعلیم پرې وکړي.

ولسمشر کرزي ټینګار وکړ: ((موږ هغه مهال له نړۍ سره ځان سیالولای او په معاصرې ټکنالوژۍ باندې لاسبري کېدلای شو، چې روزلي ځوانان ولرو، ځکه چې نن هرڅه د علم له لارې ترلاسه کېدلای شي. ))