Language

په ننګرهار کې نهه وسله وال وژل شوي

جلال اباد (پژواک، ٤ ورى ٩٣): د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې ٩ وسله وال طالبان  وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي د وري په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ د بټي کوټ ولسوالۍ د مشواڼو په سيمه کې ګډو ځواکونو عمليات کړي  او په ترڅ کې يې له وسله والو سره نښته هم رامنځته شوې وه.

د نوموړي په خبره، چې په دې نښته کې نهه وسله وال وژل شوي، دوه ميله پيکا، پنځه کلاشينکوفونه او دوه مخابرې يې هم ترې نيولي دي.

د سيمې يو اوسېدونکى اجمل وايي، چې په عملياتو کې له هوايي ځواک څخه هم کار اخيستل شوى او داسې ويل کېږي، چې تر لسو ډېر وسله وال وژل شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې په نښته کې عامو وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

همداراز د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال وايي، چې پرون امنيتي ځواکونو د بټي کوټ په مشواڼو او لاچپور سيمو کې عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې شاوخوا يو ساعت نښته رامنځته شوې ده.

ده زياته کړه، چې په نښته کې نهه وسله وال وژل شوي او نهه ميله وسلې هم د ځواکونو لاسته ورغلې دي.

مشرقيوال وويل: ((په نښته کې عامو وګړو او امنيتي ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.))

طالب وياند ذبيح الله مجاهد هم د نښتې پخلى کوي او زياتوي چې ګڼ شمېر کورنيو او بهرنيو ځواکونو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

دى په نښته کې د هوايي ځواک يادونه هم کوي او وايي ، چې په بريدونو کې يې څلور ملګري وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

خو په کابل کې د ايساف مطبوعاتي دفتر پژواک ته وويل، چې په ننګرهار ولايت کې د دوى ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

همداراز د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال وايي، چې نن سهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې هم عمليات پيل شوي ، چې شاوخوا درې ورځې به دوام وکړي.

ده زياته کړه ، چې د هسکې مېنې ولسوالۍ په لاره کې به امنيتي پوستې ځاى پر ځاى شي او دغه ولسوالي به د وسله والو له شتون څخه پاکه کړي.

نوموړى وايي: ((په دغو عملياتو کې ملي پوليس، سرحدي پوليس، د عامه نظم پوليس له زموږ سره ګډ عمليات کوي.))

ياده دې وي، هسکه يوه له هغو ناامنو  ولسواليو څخه ده ، چې څو ورځې وړاندې په کې د ټاکنو څلور کار کوونکي د وسله والو له لوري وتښتول شول، خو هغه قومي مشران چې د خلاصون په موخه يې ورغلي وو هم د وسله والو له لوري وژل شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.