Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ګردېز-ښرنه-اسعداباد (پژواک ٤ ورى ٩٣): په پکتيا او کونړ ولايتونو کې د ولسمشرۍ د دوو کانديدانو، داوود سلطان زوى او اشرف غني احمدزي په ملاتړ غونډې وشوې.

داوود سلطانزوى خپلو پلويانو ته په خبرو کې وويل، د برياليتوب په صورت کې به ښه حکومتداري رامنځته کړي او اداري فساد به له منځه يوسي.

د ولسمشرۍ دغه کانديد دا څرګندونې خپلو هغو سلګونه پلويانو ته په هغې غونډه وکړې، چې د ګردېز د ښاروالۍ په تالار کې جوړه شوې وه.

سلطانزوى په خپلو خبرو کې د غونډو ګډونوالو ته خپل راتلونکي پلانونه او تګلارې بيان کړې.

نوموړي وويل، چې د پکتيا خلکو ته به د مچلغو پر بند کار چټکوي، د ګردېز- پټان لويه لاره به رغوي او همدارنګه به د خوست د غلام خان پر بندر د رېل ګاډي پټلۍ جوړوي.

نوموړي دا هم وويل، چې ولسمشرۍ څوکۍ ته د برياليتوب په صورت کې به په اداره کې قانون حاکموي او اداري فساد په له منځه وړو کې به جدي کار وکړي.

په غونډه کې د دغه ولايت يو شمېر اوسېدونکو خبرې وکړې او سلطانزوى يې د ولسمشرۍ څوکۍ ته وړ کانديد وباله.

د سلطان زوى يوه ملاتړي نقيب الله په دې غونډه کې وويل، چې داوود سلطان زوى ته ځکه رايه ورکوي، چې په اداري فساد کې ښکېل نه دى او د افغانستان لپاره ښه پروګرامونه لري.

په ورته مهال يوه بل تن محمدالله وويل، سلطان زوى ته رايه ورکوي؛ ځکه چې د ده په وينا، د افغانستان لپاره ښه پلان لري او لاسونه يې د خلکو په وينو ککړ نه دي.

دغه راز د کونړ ولايت د اړوند ولسوالـيو ديني عالمانو د ولسمشرۍ کانديد ډاکټراشرف غني په ملاتړ غونډه وکړه او اشرف غني يې د هېواد لپاره په دغو شرايطو کې وړ شخص وګاڼه..

په کونړ کې د علماوو شورا غړي مولوي محمدانور وويل: ((هېواد مو په اوسنيو حساسو شرايطوکې ، چې له هــره پلـوه په ستونزو کې راګير د‌ى، بايد وړ ولسمشر ورته وټاکو.))

په دې غونډه کې، چې سلګونه ديني علماوو په کې برخه لرله، له اشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان شو او ژمنه وشوه، چې نوموړي ته به رايه ورکوي.

د يو بل خبر له مخې، د پکتيکا ولايت د کټواز او ارګون زونونو سلګونو اوسېدونکو د يوې غونډې په ترڅ کې د ولسمشرۍ د کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزي پر ملاتړ غونډې وکړې.

د کټواز زون په يحيى خېلو ولسوالۍ کې سلګونو کسانو د يوې غونډې په ترڅ کې ډاکټر اشرف غني احمدزى د ولسمشرۍ لپاره وړ اومناسب کس وباله.

د کټواز سيمې په استازيتوب حاجي محمد وويل، چې که ډاکټر اشرف غني ولسمشر وټاکل شي، د نورو برخو تر څنګ به د هېواد اقتصاد هم د پام وړ پرمختګ وکړي.

هغه زياته کړه: ((موږ به د خپل ملي مسووليت له مخې داسې چا ته رايه ورکړو، چې هغه په رښتينې توګه دغه هېواد او خاورې ته کار اوخدمت وکړای شي.))

د پکتيکا په بله ولسوالۍ ارګون کې هم د دغه زون د ولسواليو سلګونه قومي مشران د ډاکټر اشرف غني احمدزي پر ملاتړ راغونډ شوي وو.

د ارګون ولسوالۍ يوه قومي مشر حاجي وزير وويل، چې اشرف غني هېواد لپاره د سولې او اقتصاد په برخه کې ښه تګلاره لري او پر عملې کېدو سره به يې افغانستان د نړۍ د پرمختللو هېوادونو په کتار کې راشي.

ټاکل شوې، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو لپاره ټاکنې د روان کال د وري په ١٦مه په ټول هېواد کې ترسره شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.