کابل (پژواک ٥ورى ٩٣): ولسمشر حامد کرزی وايي، په میلیونونو افغانان به په ټاکنو کې په ګډون سره د هېواد د سیاسي زعامت د ټاکلو لپاره خپله اراده تمثیل کړي.
له ارګ څخه د وري په ٥مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوي خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې حامد کرزي د کابل د دارالامان په سیمه کې د ټاکنو پر ساحوي دفتر، د کونړ په مرکز اسعد اباد کې د نوي کابل بانک پر يوې څانګې او په کندوز کې بریدونه په سختو ټکو غندلي دي.
خبرپاڼه زياتوي، ولسمشر په هېواد کې د افغانستان د دښمنانو له خوا ننني بریدونه د افغانستان د دښمنانو هغه ناکامې هڅې بللي، چې غواړي د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو په ټاکنو کې د افغانستان د خلکو د پراخ ګډون مخه ونیسي.
سرچينه ليکي، ولسمشر کرزي په ټينګار سره څرګنده کړه، چې د افغانستان دښمنان نه شي کولی د دا ډول کړنو په ترسره کولو سره افغان ولس د خپل برخليک له ټاکلو څخه منع کړي، بلکې په ميلیونونو افغانان به په راتلونکو انتخاباتو کې د خپلې ارادې په تمثیل سره د خپلې خوښې وړ کاندیدانو ته رایه ورکړي.
د سرچينې په حواله، حامد کرزي ويلي، چې ۱۱ ورځې وروسته به په ټول هېواد کې په میلیونونو افغانان د رایې اچونې مرکزونو ته لاړ شي او د هېواد د سیاسي زعامت د ټاکلو لپاره به خپله اراده تمثیل کړي.
دغه راز ولسمشر حامد کرزي په يادو بریدونو کې د وژل شويو کورنيو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د لوی خدای له درباره د سملاسي روغتیا هيله کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP