Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د دلکشا او د کوټي باغچې د ماڼیو د بیارغونې چارې بشپړې شوې

کابل (پژواک٥ورى ٩٣): د جمهوري ریاست د دلکشا او د کوټي باغچې د ماڼیو د بیارغونې چارې، چې له څو کلونو  راهيسې پیل شوې وې، بشپړې او دغه ماڼۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دلکشا ماڼۍ د امیر حبیب الله خان په وخت کې د ارګ د بڼ په منځ کې جوړه شوې، چې د ارګ له ښکلو او د لیدلو وړ ماڼیو څخه ګڼل کیږي.

خبرپاڼه زياتوي، په دغه ماڼۍ کې د افغانستان د بېلابېلو شاهانو، په تېره بیا د اعلیحضرت محمد ظاهرشاه د واکمنۍ پرمهال د بهرنیو مېلمنو د هرکلي مراسم، رسمي لیدنې کتنې او مهمې شاهي مېلمستیاوې ترسره کېدې؛ په ځینو وختونو کې د پاچا د کار دفتر هم په همدې ماڼۍ کې و.

سرچينه وايي، دغه ماڼۍ په ۶۰۰ متره مربع ځمکه کې جوړه شوې چې د کابینې د غونډو، ملاقاتونو،  ډوډۍ خوړلو او د انتظار خونې لري،  چې  په زړه پورې میناتوري او نقاشي په کې شوې ده.

سرچينه ليکي، د دلکشا د ماڼۍ په دننه کې داسې تزئیني شیان، فرشونه او قېمتي تابلوګانې کارول شوې دي، چې کولاى شي د افغانستان د سلطنت د برم او عظمت استازيتوب وکړي.

دغه ماڼۍ په جګړو کې زیانمنه شوې وه چې د ولسمشر حامدکرزي په مشرۍ په نوې دوره کې بیا ورغول شوه.

همداراز کوټي باغچه د ارګ بله  لومړنۍ داخلي ودانۍ ده، چې د جوړولو کار یې په ۱۳۰۴ هجري قمري کال کې بشپړ شوى دى. دغه ماڼۍ  په دوو پوړونو کې شاوخوا په ۳۰۰ متره مربع ځمکه کې په دایروي شکل جوړه شوې ده. ۱۵ وړې، منځنۍ او لویې خونې لري چې په شاهي نظام کې سردار عبدالولي په کې ژوند کاوه.

سرچينه وايي، دغه ماڼۍ په خپل منځ کې د ګنبدې په څېر دایروي د هلېز لري، چې چت او برنډه یې په زړه وړونکې میناتورۍ ښکلې کړای شوې، چې محمد علي خان یې انځورونه کښلي دي.

د کوټي باغچې ماڼۍ له یوې برخې څخه یو وخت د موزیم کار هم اخیستل شوی دی. په ۱۳۰۳ کال کې د کابل موزیم له باغ بالا څخه شاهي ارګ ته را ولېږدول شو او شپږ کاله په کوټي باغچه کې و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.