لښكرګاه (پژواک ۵ ورى ۹۳): امنيتي چارواكي وايي، چې د هلمند په ګرشک ولسوالۍ يوه پوليسه په خپل کور کې پر ډزو وژل شوې ده.
د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عبدالاحد چوپان د وري په٥ مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن سهار د يادې پوليسې په کور کې رامنځته شوې ده.
چوپان وايي: ((د قندي په نوم دا پوليسه په خپله خونه کې پر ډزو وژل شوې ده.))
د نوموړي په وينا، قندي له تېر يو كال را په دېخوا په ګرشک ولسوالۍ كې دنده ترسره کوله.
چوپان وايي: ((د دې پېښې د څرنګوالي په تړاو څېړنې پيل شوې او ډېر ژر به يې پايلې اعلان شي.))
په ورته مهال د هلمند د ولايتي شورا غړې بې بې لايقه، چې د ګرشک اوسېدونکې ده، پژواک ته وويل، چې د قندي په نوم دغه پوليسه د خپل کور مخې ته پر ډزو وژل شوې ده.
لايقه وايي: ((قندي نن سهار، کله چې له کور څخه راوتلې، د دروازې مخې ته پرې ډزې شوې او وژل شوې ده، هغه خپلې دندې ته روانه وه.))
د ولايتي شورا دا غړې وايي، چې د وژل شوې پوليسې کور په ګرشک والسوالۍ کې دى، هغې خپلې د رخصتۍ ورځې په مزارشريف کې تېرې کړې او په همدې ورځو کې بېرته راستنه شوې وه.
هغې وويل، قندي شاوخوا۴۰ كاله عمر درلود او د ٥ زامنو او د ٣ لوڼو مور وه، چې تېر کال يې هم يو پوليس زوى په همدې ولسوالۍ کې د دندې پر مهال وژل شوى و.
د يادونې ده، د تېرو ٧ مياشتو په موده كې په دغه ولايت كې دا څلورمه ښځينه پوليسه ده، چې وژل کېږي.
تر دې مخکې درى ښځينه پوليسې د دغه ولايت په مرکز لښکرګاه کې په بېلابېلو پېښو کې وژل شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP