کندوز (پژواک ٥ ورى ٩٣): د کندوز په مرکز کې د وزلوبې پر مهال ځانمرګي بريد کې پنځه عام وګړي ووژل شول او په دې ولايت کې د ملي اردو د همغږۍ مرکز د قوماندان په ګډون شل تنه نور ټپيان شول.
دا څرګندونې د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال غلام مصطفى محسني، پژواک خبري اژانس ته وکړې.
ده وويل، چې بريد نن له غرمې وروسته شاوخوا پنځه بجې رامنځته شواو موخه يې يو پخوانى جهادي قوماندان ميرعلم خان و، خو هغه له بريد څخه روغ ووت.
ميرعلم څخه موده د بغلان د امنيه قوماندان په توګه هم کار کړى دى.
ده وويل، چې په کندوز کې د ملي اردو د همغږۍ مرکز قوماندان جنرال بشير بشارت هم په دې بريد کې ټپي شوى دى.
د محسني د معلوماتو له مخې، په بريد کې د وژل شويو کسانو مړي او ټپيان په کندوز ښار کې د بې پولې ډاکټرانو روغتون ته لېږدول شوي دي.
د هغه په وينا، ډاکټرانو د پېښې د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودلى دى.
د کندوز امنيه قوماندان وايي، لوبغالى په داسې يوه سيمه کې دى، چې هر څوک له تلاشۍ پرته ورځي او بريدکوونکي هم له همدې موقع څخه په ګټې اخستنې دې لوبغالي ته ننوتى و او د وزلوبې په پاى کې يې ځان والوځاوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP