Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هلمند کې وسله والو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

لښكرګاه (پژواک ۵ ورى ۹۳): چارواکي وايي چې په هلمند ولايت کې د پوليسو او وسله والو تر منځ په نښته کې پنځه وسله وال طالبان او دوه پوليس وژل شوي دي.

د دغه ولايت د والي وياند عمر ځواک د وري په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ ناوخته د خانيشين ولسوالۍ په سرې كلا سيمه كې وسله والو سرحدي پوليسو ته كمين نيولى و، چې په ترڅ كې يې نښته رامنځته شوه.

ځواک وايي، رامنځته شوې نښتې يو ساعت دوام درلود، چې په پايله کې يې پنځه وسله وال او دوه سرحدي پوليس وژل شوي او دوه پوليس ټپيان دي.

د والي وياند وايي، له نښتې وروسته افغان سرتېرو له طالبانو د يو ټيوټا موټر په ګډون زياتې وسلې او مهمات هم نيولي دي.

د يادونې ده، وړمه شپه هم د دغه ولايت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د پوليسو او وسله والو ترمنځ نښته کې درى پوليس او يو طالب وژل شوي وو او شپږ وسله وال ژوندي ونيول شول.

د ګرمسېر ولسوال ايوب عمر پژواک ته ويلي وو، چې دا پېښه د يادې ولسوالۍ د دورزو په سيمه کې رامنځته شوې وه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.