Language

“ولسمشر دې ټاکنو کميسيون سره کړې ژمنه پوره کړي”

کابل (پژواک ٥ ورى٩٢): د ټاکنو خپلواک کمېسيون له ولسمشر حامد کرزي غواړي چې ژر تر ژره د هغو دولتي چارواکو په اړه خپله پرېکړه وکړي چې په ټاکنو کې لاسوهنه کوي او دولتي امکانات يې د کانديدانو په ګټه کارولي دي.

د دغه کمېسيون وياند نورمحمد نور پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى د يو شمېر دولتي چارواکو د مداخلې په اړه شواهد او مدارک د ولسمشرۍ ماڼۍ ته استولي دي.

نور وايي، چې د دغو چارواکو په اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ د ژر اقدام په تمه دي.

هغه زياته کړه: “له ولسمشره مو غوښتنه دا ده، چې دا ثبوت او مدارک چې د دوى په ادرس باندې ورغلي دي، غور ورباندې وکړي او دغه کسان چې سوء استفادې يې کړې دي، ډېر ژر له خپلو کرسيو څخه عزل کړي او يا يې دندې وځنډوي.”

ده وويل، چې د ټاکنو کمېسيون چارواکو او ولسمشر د داسې چارواکو د برخليک په اړه پخوا تفاهم کړى دى او په کار ده چې د هماغه له مخې عمل وشي.

د ټاکنو کمېسيون وياند د دغو چارواکو د هويت او دندو په اړه له معلوماتو ورکولو ډډه وکړه، خو ويې ويل که چېرې ولسمشر په دې برخه کې له دوى سره د کړې ژمنې له مخې عمل ونه کړي، نو مجبور دي چې شته معلومات له خلکو او رسنيو سره شريک کړي.

ده زياته کړه: “که ونه شو بعد له هغې څخه زموږ له دويم اپشن (انتخاب) څخه استفاده کوو، دا ټول شواهد او مدارک د ميډيا (رسنيو) په لاس کې ورکوو او وايو چې دغه تخطيانې د دغو چارواکو له لورې شوې دي او په دې برخه کې جدي اقدام نه دى شوى.”

نور وايي، د ټاکنو خپلواک کمېسيون د هېڅ دولتي چارواکي پر وړاندې بې تفاوت نه پاتې کېږي، چې په ټاکنو کې لاسوهنه وکړي.

هغه همداراز له خلکو وغوښتل چې په ټاکنو کې د دولتي چارواکو د لاسوهنې په اړه شواهد او مدارک د ټاکنو کمېسيون ته وسپاري او په دې توګه له دوى سره مرسته وکړي چې په ټاکنو کې د چارواکو د لاسوهنې مخه ونيسي.

ده زياته کړه: “هېچا ته موږ دا حق نه ورکوو چې له دولتي امکاناتو د يوه کانديد په ګټه او د نورو پر زيان استفاده وکړي، ځکه دې مساويانه چاپېريال ته چې د کانديدانو لپاره شتون لري، صدمه رسوي. نو که څوک ثبوت او مدارک ولري له موږ سره دې يې شريک کړي تر څو موږ په دې اړه اقدامات وکړو.”

د ټاکنو کمېسيون وياند د خلکو له خوا له وړاندې کېدونکي شواهدو د تعقيبولو ډاډ ورکړ او ويې ويل چې دوى به يې پر خپل وخت ولسمشر کرزي ته واستوي.

د ټاکنو کمېسيون چارواکو وړاندې ويلي وو چې ولسمشر حامد کرزي وړاندې د ټاکنو کمېسيون ته ډاډ ورکړى، هغه دولتي چارواکي به له دندو ګوښه کوي چې په ټاکنو کې لاسوهنه وکړي.

ولسمشر کرزي څو څو وارې له دولتي چارواکي غوښتي چې د ټاکنو په پروسه کې خپله بې طرفي وساتي او خپل شته دولتي امکاناتو او صلاحيتونو د کوم کانديد په ګټه يا زيان ونه کاروي.

تېره ورځ د ډاکټر اشرف غني احمدزي د ټاکنيزو مبارزو مسوولينو د يوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې د پکتيا والي جمعه خان همدرد د زلمي رسول پر ملاتړ تورن کړ.

ازيتا رفعت وويل، چې نوموړى دولتي امکانات د زلمي رسول په ګټه کاروي.

د ټاکنو د امنيت ترڅنګ په ټاکنو کې د دولتي او بهرنيو بنسټونو د لاسوهنې وېره، هغه څه ده چې د ټاکنو د روڼوالي په اړه يې د خلکو ترمنځ اندېښنې راولاړې کړې دي.

په تېرو ټاکنو کې متعددو تخطيو او لاسوهنو د افغانستان د ټاکنو شفافيت له ننګونو سره مخ کړ.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.