Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ژورنالېستانو د سرداراحمد وژنه وغندله

ژورنالېستانو د سرداراحمد وژنه وغندله

author avatar
25 Mar 2014 - 15:11
ژورنالېستانو د سرداراحمد وژنه وغندله
author avatar
25 Mar 2014 - 15:11

ښرنه-پل علم- فارياب- بلخ- کندهار (پژواک ٥ ورى ٩٣): د پکتيکا، لوګر، فارياب، بلخ او کندهار ولايتونو د ژورنالېستانو ټولنو د افغان خبريال سرداراحمد وژنه پر کلکو ټکو وغندله.

په پکتيکا کې مېشتو خبريالانو د وري په ٥مه د يوې غونډې په ترڅ کې پر کابل سرينا هوټل د بريد پر مهال د افغان خبريال احمدسردار وژنه دردونکې او نه جبرانېدونکې وبلله.

دغو ژورنالېستانو له ښکېلو غاړو غوښتنه وکړه، چې په خپلو بريدونو او عملياتو کې دې د ولسي خلکو په ځانګړې ډول د خبريالانو ژوند ته ډېر پام وکړي.

په پکتيکا کې خپلواک خبريال محمدالله همتيار وويل، خبريال سرداراحمد، د هغه مېرمنه او دوه ماشومان يې په بې رحمانه ډول وژل شوي دي.

نوموړى وايي: ((دا يوه نه جبرانېدونکي او بې رحمانه وژنه ده.))

بلخوا نن سهار د لوګر په مرکز پل علم کې د لوګر د سيمه ييزو رسنيو مشرانو استازو د يوې غونډې په ترڅ کې د خبريال سرداراحمد وژنه وغندله.

د لوګر د ژورنالېستان د خپلواکې ټولنې مرستيال مشر خان ولي احمدزي د سرداراحمد، د هغه د مېرمنې او دوو ماشومانو وژنه يوه دردوونکې پېښه وبلله.

 احمدزي وويل، تېر ۹۲ کال په لوګر کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۶ پېښې رامنځته شوې، چې د ۹۱کال د پېښو په پرتله دوه برابره ډېرې دي.

هغه وويل: ((ښکېلې غاړې بايد د خبريالانو پر وړاندې تاوتريخوالى ترسره نه کړي.))

په فارياب ولايت کې هم د ژورنالېستانو او مدني ټولنو په يوه غونډه کې د افغان ژورنالېست سرداراحمد او د هغه د کورنۍ دريو غړو وژنه په کلکو ټکو وغندل شوه.

دوى پر دولت نيوکه وکړه، چې د خبريالانو د امنيت په برخه کې پاملرنه نه کوي.

د فارياب يو خبريال محمدحسن سرداش وويل، چې دولت پخوا هم د خبريالانو د ملاتړ او خونديتوب په برخه کې يوازې ژمنې کړې دي.

دغه راز په بلخ ولايت کې هم نن لسګونو خبريالانو، د مدني ټولنې او بشري حقونو غړو د يوې غونډې په ترڅ کې پر رسنيو بريدونه او د افغان خبريال سرداراحمد وژنه وغندله.

په دغه ولايت کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون مشر سيداحمد سامع پژواک اژانس ته وويل چې دولت بايد دوست او دښمن تعريف کړي.

د هغه په وينا، د احمد سردار او د هغه د کورنۍ په وژل کېدو سره وسله والو طالبانو ته نور وروڼه، نه شي ويل کېداى.

نوموړي له دولت څخه وغوښتل، چې د کابل د سرينا هوټل د پېښې عاملين او مرسته کوونکي ونيسي.

په بلخ کې د نى رسنيز مرکز مسوول نوراغا شريفي وويل، چې د ژورنالېستانو په وژل کېدو سره به د ټاکنو پر پروسې ناوړه اغېزه وکړي او روڼوال به يې تر سوال لاندې راولي.

هغه له حکومت څخه وغوښتل، چې د سرينا پر هوټل بريد سم وڅېړي او له پايلو يې ژورنالېستان خبر کړي.

په کندهار کې هم د دغه ولايت خبريالانو په يوه غونډه کې د سرداراحمد وژنه وغندله.

د کندهار د پرېس کلپ مشر سرور اماني وويل، د سرداراحمد او کورنۍ د غړو وژنه يې غندي او د دغسې پېښو د مخنيوي غوښتنه کوي.

اماني له ښکېلو غاړو غوښتنه وکړه، چې په خپلو بريدونو کې د خبريالانو خونديتوب ته پاملرنه وکړي.

وروسته د دغه ولايت خبريالانو د سرداراحمد فاتحه واخيسته او د يو پرېکړه ليک په خپرولو يې د نى د هغې پرېکړې ملاتړ وکړ، چې تر ١٥ ورځو به په خپلو خبرو کې د طالبانو نظر نه خپروي.

سرداراحمد، چې د فرانسې له خبري اژانس سره يې کار کاوه، د نوي کال په لومړۍ شپه په کابل کې د سرينا پر هوټل په وسله وال بريد کې له خپلې مېرمنې او دوو ماشومانو سره يې يو ځای ووژل شو.

Views: 0

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.