پنځم تعقيب- اسعداباد (پژواک ٥ ورى ٩٣): د کونړ په مرکز اسعداباد کې د نوي کابلبانک پر ودانۍ په شوي ډله ييز بريد کې د څلورو امنيتي سرتېرو په ګډون پنځه تنه وژل شوي او ١٦ نور ټپيان دي.
تر دې پېښې وروسته د کونړ والي شجاع الملک جلاله په يوه خبري ناسته کې خبريالانو ته وويل، چې دا پېښه له پولې هاخوا طرحه او پلان شوې وه، چې موخه يې د ټاکنو په اړه د خلکو د اندېښنو زياتول دي.
هغه وايي: ((څلور تنه بريد کوونکي وو، دوو يې ځانمرګي بريدونه وکړل او دوه نور پر ډزو ووژل شول، په دې پېښه کې يو ملکي وګړى او څلور امنيتي سرتېري وژل شوي او ١٦ نور ټپيان دي، چې ټول يې د معاشونو اخيستلو لپاره بانک ته ورغلي وو.))
والي وايي، په ټپيان کې پوليس او دولتي مامورين هم شامل دي.
نوموړي وويل: ((دا ډله ييز بريد، د راتلونکو ټاکنو د ګډوډوډلو لپاره توطيه وه، چې له کرښې هاخوا پلان شوى و خو داسې بريدونه خلک له ټاکنو نه شي راګرځولى.))
په ورته مهال د کونړ د ملکي روغتون رييس فاروق سهاک پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له دې پېښې ورته پنځه مړي او ١٦ ټپيان ور وړل شوي دي.
سهاک وايي، په ټپيان کې اوه تنه بستر دي او نور يې تر درمنلې وروسته رخصت کړي دي.
د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل پژواک ته وويل، چې د بريد کوونکو شمېر څلور تنه و او د بانک ودانۍ ته په ننوتو بريالي شوي وو.
د مختار په نوم د بانک يوه کار کوونکي پژواک ته وويل، چې د بانک مامورين د ودانۍ په دويم پوړ کې کار کوي، خو بريد کوونکي درېيم پوړ ته ورغلي وو، چېرې چې د کارکوونکو د اوسېدو خونې دي.
دغه بريد نن (د وري ٥مه) تر غرمې مخکې شاوخوا ١١ بجې او ١٥ دقيقې پيل شو او تر غرمې وروسته په يوه بجه او ١٠ دقيقو پاى ته ورسېد.
عيني شاهدان وايي، تر پېښې وروسته اوس هم په سيمه کې امنيتي ځواکونه ليدل کېږي او د ښار ډېرې هټۍ تړل شوې دي.