Language

جلال اباد (پژواک ٦ ورى ٩٣): د هېواد په ختيځ کې د ښځو فعالين او چارواکي وايي، چې په تېر ١٣٩٢ کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د پېښو په کچه کې ١٦ سلنه کموالى راغلى، خو بيا هم په لرو پرتو سيمو کې ښځې خپلو حقونو ته لاسرسى نه لري.

دوى وايي، چې که څه هم د ټول هېواد په کچه د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په کچه کې زياتوالى راغلى ، خو برعکس بيا په ختيځه سيمه کې د تاوتريخوالي د پېښو کچه ټيټه شوې ده.

په ختيځ کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون مشره صبرينه حميدي وايي، چې د وړم کال په پرتله تېر کال په ختيځ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د پېښو کچه کمه وه.

نوموړې وويل: ((سره له دې چې په تېرو لسو کلونو کې د ښځو په برخه کې ډېر کار شوى ، خو بيا هم يو شمېر ښځې خپلو حقونو ته لاسرسى نه لري.))

صبرينه وايي، چې په ختيځه حوزه کې کوم راپور چې د يوناما او يا هم د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون له لوري خپور شو، لوړه کچه يې د ښځو او ماشومانو وه.

په ختيځ کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون مشره زياتوي، چې د تاوتريخوالي د پېښو د ثبت په کچه کې هم لوړوالى راغلى، ځکه چې اوس عامه پوهاوى زيات شوى دى.

نوموړې زياته کړه: ((په تېر کال کې له ١٧٥ قضيو څخه زياتې زموږ سره ثبت شوې، چې له هر يوه سره يې دوه – درې ډوله تاوتريخوالى رامنځته شوى.))

هغې زياته کړه، چې وړم کال د تېر کال په پرتله هغه ارقام ، چې له دوى سره ثبت شوي کچه يې ډېره لوړه وه.

نوموړې وويل: ((وړم کال زموږ قضيې له ٢٢٠ څخه هم زياتې وې، خو تېر کال بيا دا کچه ټيټه وه.))

صبرينې، پر مرکزي ادارې هم غږ وکړ، چې د ښځو د حقونو په ساتنه کې دې له بلې هرې قضيي جدي اقدامات وکړي، تر څو د تېر کال په پرتله يې سږ کال کچه ډېره ټيټه شي.

بلخوا د ننګرهار د ښځو چارو رييسه انيسه عمراني هم وايي، چې د وړم کال په پرتله تېر کال د ښځو د تاوتريخوالي په کچه کې ټيټ والى راغلى دى.

نوموړې وويل، چې د يوناما د هغه راپور پر اساس ، چې تېر کال يې خپور کړ، په ختيځ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په کچه کې ١٦ سلنه ټيټولى راغلى دى.

انيسه وايي: ((موږ که ١٣٩١ کال ته وګورو نو موږ سره داسې پېښې هم ثبت شوې وې، چې له ښځو ژبې پرې شوې وې، غوږونه يې غوڅ شوي وو، مګر سږ کال دا نشته.))

د ښځو چارو رييسه وايي، چې کورني تاوتريخوالي لا هم شته خو د پخوا په پرتله يې ثبت زيات شوى دى.

دې زياته کړه، چې په لرو پرتو سيمو کې اوس د عامه پوهاوي کچه لوړه شوې او په دې سره د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په کچه کې ټيټ والى راغلى.

خو د ښځو چارو فعاله وږمه مومند بيا وايي، چې په ټول هېواد کې د ښځو د حقونو په برخه کې عامه پوهاوى يوازې په ښارونو پورې محدود پاتې شوى دى.

نوموړې وويل: ((که چېرې په لرو پرتو ولسواليو کې عامه پوهاوى شوى واى ، نو په ختيځ کې به ٦٠ سلنه د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى کم شوى واى.))

وږمه په لرو پرتو سيمو کې د عامه پوهاوي نه ترسره کېدل هم د اړوند ادارو غفلت ګڼي او هم امنيتي ستونزو ته اشاره کوي.

ياده دې وي، چې تېر کال په ټول هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه لوړه ښودل شوې وه.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.