Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندوز (پژواک ٦ ورى ٩٣): د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې د يوه موټر د چپه کېدو له امله، د لسو ښځو په ګډون ١٢ تنه مړه او څلور نورې ښځې ټپيانې شوې دي.

د علي اباد ولسوال محبوب الله سعيدي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن مازيګر شاوخوا ٥ بجې، د دغې ولسوالۍ په مدرسه سيمه کې رامنځته شوې ده.

سعيدي وويل، دا پېښه هغه مهال رامنځ ته شوې، کله چې يوې پيک اپ ډوله موټر چې يو شمېر ښځې يې د واده له مراسمو بېرته خپلو کورونو ته لېږدولې.

هغه زياته کړه، په دغه پېښه کې لس مېرمنې، يو ماشوم او يو ١٨ کلن ځوان مړه او څلور نورې مېرمنې ټپيانې شوې دي.

سرچينې د دې خبرو ترڅنګ، چې د يادې پېښې قربانيان او ټپيان سره خپلوان هم دي، زياته کړه چې د ټپيانو روغتيايي حالت ښه ښودل شوى دى.

د علي اباد ولسوال، په داسې حال کې چې د يادې پېښې رامنځته کېدل د موټر چلوونکي ګړندى تګ په ګوته کړ، زياته يې کړه چې په دې اړه څېړنې روانې دي.

په ورته وخت کې، د کندوز د امنيه قوماندانۍ وياند سيد سرور حسيني د يادې پيښې د منلو تر څنګ پژواک ته وويل، چې د پېښې له رامنځته کېدو سره پوليس د پېښې سيمې ته رسېدلي، ټپيان يې روغتون ته لېږدولي او د دغې پېښې د څرنګوالي په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې يوه مياشت وړاندې د دغه ولايت په خان اباد ولسوالۍ کې د موټر د چپه کېدو له امله ٢٠ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى وو.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.