لښكرګاه (پژواک ٦ ورى ۹۳): د هلمند چارواکي وايي، چې د راتلونکو ټاکنو لپاره کلکو امنيتي تدابيرو په دغه ولايت کې د کوکنارو ضد کمپاينونه ټکني کړي دي.
چارواکي وايي، د تېرې يوې مياشتې په موده کې ، چې يې په دغه ولايت کې د كوكنارو د له منځه وړو كمپاين پيل کړى، تر اوسه يې ۱۸زره جريبه ځمكه له كوكنارو پاکه کړې ده.
د دغه ولايت د والي مرستيال احمد مسعود بختور پژواک ته وويل، چې د كوكنارو د له منځه وړو پر مهال له كومې ستونزې سره نه دي مخ شوي، خو وروستيو اورښتونو او د ټاكنو پروسې لپاره تياريو يې کارونه ځنډني کړي دي.
بختور زياته كړه، چې د نشه يي توكه پر وړاندې د مبارزې وزارت دوى ته لس زره هكتاره هدف وركړى ، چې دوى به يې د پوره كولو لپاره خپلو هڅو ته دوام وركړي.
نوموړي وويل، دغه كمپاين چې د كوكنارو د له منځه وړو په موخه په بېلابېلو ولسواليو كې پيل شوى، تر اوسه روان دى.
د والي مرستيال وايي: ((زموږ کمپاين روان دى ، خو د راتلونکو ټاکنو او د ټاکنيزو سياليو د امنيت لپاره بوختياوو مو چارې يو څه ټکنۍ کړې دي.))
نوموړي وويل، ورښتونو يې هم څه نا څه كارونه ټكني كړي او ځکه په باران کې پوليس نه شي كولى خپل وسايل په کار واچوي او د کوکنارو فصلونه واړوي.
بل لور ته د هلمند د امنيت امر مل پاسوال نصرالله ګرمسېر پژواک ته وويل، كه څه هم د وسله والو له غبرګون سره د كمپاين پر مهال مخ شوي، خو تر لږ مقامت وروسته وسله وال له سيمې تښته كړې ده.
نوموړي زياته كړه: ((مخالفين يواځې د يوه يا نيم ساعت لپاره د كمپاين د كار مانع ګرځېدلى شي، پوليس يې پر وخت مخنيوى كوي.))
د ده په خبره، پوليس هڅه كوي، چې دې دواړو پروسو ته پوره چمتووالى ولري او ښه امنيت يې خوندي کړي.
د لښكرګاه اړوند د باباجي سيمې يوه اوسېدونكي جمعه ګل پژواک ته وويل، چې د كوكنارو د كمپاين پروسه ډېره تكراري ده او هر كال پوليس په كې بوخت وي خو لاسته راوړنې يې کمې وي.
دغه راز د ناوې ولسوالۍ د ترخه ناور سيمي يوه کروندګر لعل جان پژواک ته وويل، په درې جريبه ځمکه يې کوکنار کرلي وو، چې د همدغه روان كمپاين پر مهال پوليسو له منځه يوړل.
د ده په خبره: ((خلک بې كاره دي، نور فصلونه يې لګښتونه نه پوره كوي، له دې امله كروندګر اړكېږي، چې كوكنار وكري ، خو کله چې دولت فصلونه ور واړوي بيا له موږ سره مرسته نه کوي.))
د يادولو ده، تر دې مخکې د هلمند د نشه يي تو پر ضد د مبارزې رييس سيداحمد ورور له پژواک سره په مرکه کې ويلي وو، چې سږ کال په دغه ولايت کې پر سل زره هكتاره ځمكه كوكنار کرل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP