Language

په هلمند او کونړ کې د يو شمېر کانديدانو په ملاتړ غونډې وشوې

لښکرګاه-کونړ (پژواک ٦ ورى ۹۳): په هلمند او کونړ ولايتونو کې د اشرف غني، زلمي رسول، عبدرب الرسول سياف او ګل اغا شېرزي پر ملاتړ غونډې وشوې.

د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې سلګونه کسانو غونډه وکړه او په ترڅ کې يې د اشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړ.

د ولسمشرۍ د ځينو کانديدانو پر ملاتړ غونډې وشوې

په دې غونډه کې، چې سلګونه تنو په کې برخه لرله، حاجي بسم الله روحاني د اشرف غني د ولايتي دفتر سرپرست وويل، چې د دغه ولايت اوسېدونکي تر ډېره د اشرف غني ملاتړ کوي.

دغه راز په لښکرګاه کې هم د يوې غونډې په ترڅ کې چې د عبدالخالق بلوچ په مشرۍ لسګونه کسانو له ډاکتر اشرف غني څخه ملاټر وکړ.

بلخوا د کونړ په مرکز اسعداباد کې د مرکز په ګډون د يو شمېر ولسواليو لسګونه ښځو ولسمشرئ ته د نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي په ملاتړ غونډده وکړه او هغه يې ولسمشرۍ ته وړ او مناسب شخص په ګوته کړ.

 همدا راز په کونړ کې د اشرف غني د ښځينه کمپاين مسوولې او د ولسي جرګې غړې وږمې ساپۍ وويل: ((موږ ځکه له اشرف غني ملاتړ کوو چـې هغه د ښځو د پرمختګ لپاره ډېر ښه پروګرامونه لري.))

دغه راز د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د لسګونه کسانو له خوا د زلمي رسول په ملاټر هم غونډه شوې وه.

د غونډې يوه ګډونوال بوراغا وويل، ډاګتر زلمي رسول پر نړيوالو اړيکو پوهېږي له دې امله يې ملاټر کوي.

بلخوا په مارجې ولسوالۍ کې يو شمېر ځايي اوسېدونکو د يوې غونډې په ترڅ کې له استاد سياف څخه خپل ملاټر اعلان کړ.

د دې غونډې مسوول حاجي ولي جان صابري  وويل، استاد سياف د پخواني شوروي اتحاد له ځواکونو سره په جهاد کې د افغانستان دفاع کړې او يو لوى عالم دى، چې کولى شي هېواد ته خدمت وکړي.

په ورته مهال د ياد ولايت په ناوې ولسوالۍ بيا د ولسمشرۍ د نوماند محمدشفيق ګلا اغا شېرزي پر ملاټر هم سلګونه کسانو غونډه وکړه.

د دې غونډې مسوول عبدالمالک خان وويل، نوموړي کانديد د خپل ماموريت چې په کندهار، ننګرهار او د ټولګټو چارو وزارت کې يې ترسره کړى، زيات خدمتونه کړي دي.

ټاکل شوې د روان ١٣٩٣ کال د وري په ١٦مه په ټول هېواد کې د ولايتي شورا او ولسمشرۍ څوکۍ لپاره ټاکنې ترسره شي.