Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ډاکټر عبدالله: د سپين زر تصدۍ فابريکه به فعاله کړم

 کندوز (پژواک ٦ ورى ٩٣): د ولسمشرۍ کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله، کندوز ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې ژمنه وکړه، چې د برياليتوب پر مهال به د دغه  ولايت د سپين زر تصدۍ فابريکه فعاله کړي.

 نوموړي نن د کندوز ښار په ښاروالۍ چمن کې د زرګونو کسانو په غونډه کې ژمنه وکړه، چې که د اصلاحاتو او همپالنې ټيم بريالى شي، نو په خپل لومړي ګام کې به د سپين زر تصدۍ فابريکه، چې له تېرو څلور لسيزو راهيسې غيرفعاله ده، له سره فعاله کړي او زرګونه بې روزکاره ځوانان به پکې په کار بوخت شي.

 د سپين زر  تصدۍ فابريکه، د محمدظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال جوړه شوې، چې زرګونه کسان پکې په بېلابېلو برخو کې پر کار بوخت وو. د دغې فابريکې توليدات، لوښي، د اشپزۍ توکي، صابون، غوړي، چپلکې، کنجاړه، بوټونه او نور توليدات تشکيلول.

 ډاکټر عبدالله وويل، د برياليتوب پر مهال به د کندوز حلقوي سړکونه چې په نه شتون کې يې د کندوز خلک له ډېرو ستونزو سره مخ کړي، جوړ او ورغوي.

 د ولسمشرۍ دغه کانديد، پراختيا او بيارغونه، د ولسواليو تر منځ د نښلوونکو لارو يو ځاى کول، د امو د څنډو د ديوالونو جوړول، د کرنې د سکتور پياوړي کول، د ښاري ماسټر پلان پلي کول، د بې وزلو کسانو ژوند ته پاملرنه، سوداګريزو کارونو ته وده ورکول او دغه راز نور کارونه د خپل کار له لومړيتوبونو وبلل.

 د ډاکټر عبدالله لومړي مرستيال انجنير محمد خان په دغه غونډه کې د ټولو ګډونوالو هر کلى وکړ او له هغوى يې وغوښتل، چې د ټاکنو په ورځ د خپل پراخه ګډون له لارې په ټاکنو کې ونډه واخلي.

 د ډاکټر عبدالله دويم مرستيال محمد محقق، حکومت د وسله والو مخالفينو پر وړاندې د هر ډول بريد په مخنيوي کې پر ناکامېدو تورن کړ او ويې ويل، سرينا هوټل د کابل په زړه کې پروت دى، خو حکومت تر دې مهال په دې  نه دى بريالى شوى، چې د خپل ښار وضعيت تر واک لاندې راولي.

 پر سرينا هوټل د بريد په ترڅ کې، چې د نوي کال پر شپې د څلورو مخالفينو له لوري تر سره شو، د افغان خبريال سرداراحمد، د هغه د مېرمنې او دوه ماشومانو، د يوه بل افغان سوداګر او څلورو بهرنيانو په ګډون پکې ٩ ملکي وګړي ووژل شول.

 محققق څرګنده کړه: ” د اصلاحاتو او همپالنې ټيم د برياليتوب پرمهال به په ټول هېواد کې امنيت ټينګ کړي او د دښمن له دسيسو به مخنيوى وکړي.”

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.