جلال اباد (پژواک ٧ ورى ٩٣): د ننګرهار امنيتي مسوولين وايي، چې په اچين ولسوالۍ کې د عملياتو په پايله کې اته وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
د ننګرهار دا منيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار له اتو د مازيګر تر پنځو بجو پورې، ګډو افغان ځواکونو د اچين ولسوالۍ په مامند سيمه کې عمليات ترسره کړي دي.
ده زياته کړه، د دې عملياتو په ترڅ کې اته وسله وال مخالفين وژل شوي او يو شمېر وسلې او دوه موټر سايکلونه هم ترې نيولي دي.
د هغه په وينا، ملکي او امنيتي ځواکونو ته په دې عملياتو کې زيان نه دى اوښتى.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP