لښكرګا (پژواک ٧ ورى ۹۳): په هلمند كې د پوليسو د حمايوي مرکز نوې ودانۍ چې ۴۷ بلاكونه لري او له نړيوالو معيارونو سره سمه جوړه شوې، ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د دې ودانۍ د سپارلو پر مهال د هلمند والي تورن جنرال محمدنعيم وويل، دغه ودانۍ چې د لښكرګاه ښار په اړوند د كارېز په سيمه كې موقعيت لري، پر لوړ كيفيت جوړه شوې ده.
د ده په خبره، تر دې مخکې پوليسو په دې برخه كې ستونزې درلودې خو د دې ودانۍ په جوړېدو سره به يې ټولې ستونزې هوارې شي.
والي وويل، اوس مهال پوليس مسلكي شوي، د خپلو ځانګړو دندو سربېره په جنګي تاكتيكونو كې هم برخه اخلي.
د دې ودانۍ د سپارلو پر مهال د هلمند امنيه قوماندان پاسوال عبدالقيوم باقي زوى وويل، چې دغه ودانۍ د امريكا د متحده ايالتونو په مالي مرسته د ۲۳ ميليونه امريكايي ډالرو په لګښت د تېرو لسو مياشتو په موده كې د يوه تركي شركت له خوا جوړه شوې ده.
باقي زوى وايي، په دې ودانۍ كې ټول ۴۷ بلاكونه له نړيوالو معيارونو سره سم جوړ شوي، چې په كې د پوليسو لپاره د بېلابېلو برخو امكانات په پام كې نيول شوي دي.
د نوموړي په وينا، چې له همدغه كنډك څخه به د هلمند امنيه قوماندانۍ، د نيمروز ولايت پوليس، د عامه نظم اومه لوا، د ٤٤٤ ځانګړې قطعه او ځينې نورې امنيتي ادارې سمبالېږي.
د هلمند د ولايتي شورا غړي علي احمدخان وويل، په هلمند كې پوليس اوس د مسلكي كېدو په حال كې دي.
نوموړي د پوليسو له مسوولينو غوښتنه وكړه، دغه ودانۍ او ټول امكانات په سمه توګه کاروي.
د دغه ولايت د مسوولينو په خبره، چې وړاندې تر دې په هلمند كې د پوليسو حمايوي مرکز ځانګړى ځاى نه درلود، چې له امله يې له ګڼو ستونزو سره مخ وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP