Language

د غزني چاودنې د ملي امنيت څلورو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې

 غزني (پژواک ٧ ورى ٩٣): چارواکي وايي، چې د غزني ښار په شوې چاودنې کې د ملي امنيت يو سرتېرى وژل شوى او ٣ نور ټپيان دي.

دغه چاودنه څو شېبې مخکې د غزنـي ښار  د لويې څارنوالۍ ودانۍ ته څېرمه وشوه.

د غزني د والي وياند شيفق ننګ د وري په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دغه پېښه په دې سيمه کې د ځاى پر ځاى شوو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

هغه وايي، د چاودنې هدف د ملي امنيت د سرتېرو موټر و، چې له سيمې تېرېده.

 

Related Topics