اسعداباد- پل علم (پژواک ٧ ورى ٩٣): چارواکي وايي، چې په کونړ او لوګر ولايتونو کې د يوه طالب قوماندان په ګډون ٦ وسله وال نيول شوي او ٦ نور د سولې له پروسې سره يوځاى شوي دي.
د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د وري په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغه ولايت په دوو بېلابېلو ولسواليو کې د يوه طالب قوماندان په ګډون ٦ وسله وال له خپلو وسلو سره يو ځاى ونيول شول.
ده زياته کړه، چې دغه وسله وال يې د ناړۍ او چپې درې په ولسواليو کې نيولي دي، يو د ياسين په نوم قوماندان دى، چې په سيمه کې ډېر فعال و.
د هغه په وينا، دوه تنه نور يې، چې غوښتل يې ټاکنې ګډوډې کړي او وسله والو ته وسلې ولېږدوي، له لسو کلاشينکوفونو سره نيولي دي.
امنيه قوماندان وايي، نيول شوي وسله وال له پاکستان څخه په دې موخه دغه ولايت ته را اوښتي و، څو په راتلونکو ټاکنو کې وسله وال بريدونه زيات کړي.
بلخوا د لوګر ولايت چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې ٦ وسله وال د سولې له پروسې سره يو ځاى شول.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ مرستيال سمونوال عبدالولي توپان ترکي پژواک ته وويل، دغو کسانو تېره ورځ له مخالفته لاس واخيست او له دولت سره يو ځاى شول.
د هغه په وينا، چې يو ځاى شوو له ځان سره وسلې او مهمات هم راوړي دي.