غزني (پژواک ۹ ورى ۹۳): د غزني امنيتي چارواکي وايي، چې د ټاکنو د امنيت لپاره يې د پيل کړو عملياتو په ترڅ کې ډېرې سيمې له طالبانو پاکې کړي او٧٠ ميله سپکې او درنې وسلې يې نيولي دي.
د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد د وري په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د غزني په رشيدانو، اب بند، اندړو، ګيرو، زنخان او يو شمېر نورو سيمو کې يې د ټاکنو د امنيت په موخه عمليات پيل کړي، چې په ترڅ کې يې تر اوسه له وسله والو ۷۰ ميله سپکې او درنې وسلې او ١٨ موټرسايکلونه نيول شوي دي.
د زاهد په وينا، چې د دغو عملياتو پر مهال وسله والو ته ډېره مرګ ژوبله اوښتې او ډېرى سيمې يې له نفوذه پاکې شوې دي.
هغه وايي: ((پوليس کوښښ کوي، چې په غزني کې خلکو ته د دې زمينه برابره کړي څو په ټاکنو پرته له وېرې او ستونزې برخه واخلي.))
په غزني کې ټول ٣٩٥ د رايو مرکزونه شته، چې له دې ډلې د چارواکو په وينا شاوخوا ٥٠ مرکزونه د وسله والو طالبانو له لوري له ګواښ سره مخ دي.
امنيه قوماندان وايي، چې د دغو مرکزونو د خوندي کولو په موخه به يې عمليات دوام ورلري.
بلخوا د غزني يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې د دغه ولايت په يو شمېر ولسواليو کې د ټاکنو د امنيت په اړه اندېښنې شته دي.
د غزني د ده يک ولسوالۍ د پاىلوچ سيمې يوه اوسېدونکي رحيم الله پژواک ته وويل: ((په تېرو ټاکنوکې مو ګډون ونه کړ، له دې لامله چې د طالبانو ګواښونه زيات وو خو هيله ده چې راتلونکې ټاکنې هغسې نه وي.))
دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې راتلونکې ولسمشريزې او د ولايتي شوراګانو ټاکنې د ۱۳۹۳ کال د وري مياشتې په ۱۶مه ترسره شي.