Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

درې وسله وال او يو سيمه ييز پوليس ووژل شول

فيض اباد (پژواک ٩ ورى ٩٣): د بدخشان ولايت په وردوج ولسوالۍ کې يو سيمه ييز پوليس او درې وسله وال وژل شوي او د يوه قوماندان په ګډون اوه نور وسله وال نيول شوي دي.

د وردوج ولسوال دولت محمد خاور وايي، سيمه ييز پوليس د باشند په سيمه کې پر ګزمه بوخت وو، چې د وسله والو مخالفينو تر بريد لاندې راغلل او په پايله کې يې يو پوليس ووژل شو.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د نښتې په ترڅ کې درې وسله وال مخالفين هم وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

له بلې خوا په شمال ختيځ زون کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو د دويمې لوا مطبوعاتي مسوول جګړن غلام حضرت کريمي وايي، چې د وردوج ولسوالۍ په باشند سيمه کې د نښتې په ترڅ کې د طالبانو د يوه قوماندان اميرمحمد په ګډون اوه نور وسله وال نيول شوي دي.

کريمي زياته کړه، چې د ټاکنيزو مرکزونو د امنيت ټينګولو په موخه د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې، د امنيتي ځواکونو له لوري عمليات پيل شوي او د يباب سيمه د وسله والو له شتون پاکه شوې او د پول سوچ پر لور وړاندې تګ ادامه لري.

سرچينې زياته کړه، ټاکل شوې د دغه ولايت په شهدا او تګاب ولسواليو کې هم دغه ډول عمليات پر لاره واچول شي.

امنيتي چارواکي وايي، چې په بدخشان کې د رايې ورکولو ټولټال ٣١٥ مرکزونه ځانګړي شوي، چې له دې ډلې يې ٢٤ مرکزونه تر لوړ ګواښ لاندې دي، خو د يادو مرکزونو امنيت به د ټاکنو ترسره کېدو پورې ټينګ کړى شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.