جلال اباد (پژواک٩ورى٩٣) : د افغانستان د ملي دفاع وزارت د ځمکنيو قواو قوماندان وايي، چې راتلونکې ټاکنې به په ارامه فضاء کې ترسره شي.
په ختيځ کې د ٢٠١ سيلاب قول اردو کې د ملي دفاع وزارت او د دغې قول اردو يو شمېر چارواکو د وري په ٩مه، ګډه امنيتي ناسته لرله ، چې پکې د راتلونکو ټاکنو پر وړاندې يې د امنيتي خنډونو د له منځه وړلو ژمنه وکړه.
د ملي دفاع وزارت د ځمکنيو قواو قوماندان ډګر جنرال مراد علي مراد د خبري غونډې پر مهال وويل ، چې په يو شمېر سيمو کې لا هم ستونزې شته ، خو د ټاکنو تر ورځې پورې له دوى سره کافي وخت موجود دى، چې له منځه به يې يوسي.
هغه زياته کړه : (( امنيتي حالت په يوه ساعت کې هم بدلون موندلى شي ، موږ ژمنه کوو چې د ټاکنو امنيت به خوندي کوو.))
نوموړي پر ټولو هېوادوالو غږ وکړ، چې په ټاکنو کې دې برخه واخلي او ملي اردو ژمنه ده ، چې د دوى امنيت وساتي.
د جنرال مراد په وينا ، چې په نننۍ غونډه کې يې د سيلاب قول اردو له ټولو کړنو څخه څارنه وکړه او دى ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې په ختيځ کې به په ډاډمنې فضاء کې ټاکنې ترسره کيږي.
په ختيځ کې د ٢٠١ سيلاب قول اردو قوماندان تورنجنرال محمد زمان وزيرى بيا واييو چې که څه هم يو شمېر ګواښونه موجود دي، خو بيا هم په ختيځ کې د ټاکنو پر وړاندې د ناامنۍ د لرې کولو ژمنه کوي.
دى وايي: (( هغه سايټونه چې موږ په نښه کړي، په ټولو کې به ټاکنې ترسره کيږي، ملي اردو مسووليت لري ، چې د ټاکنو امنيت خوندي کړي. ))
د نوموړي په وينا، د ټاکنو لپاره يې لا له وړاندې کار پيل کړى او هغه سيمې چې ناامنه دي ارامې کړې يې دي.
جنرال وزيري زياتوي، چې د ٢٠١ سيلاب قول اردو ټول منسوبين به د ټاکنو په ورځ د ارامې فضاء لپاره تر اخري بريده هڅه کوي او ټولو هېوادوالو ته د امنيت ډاډ ورکوي.
ده وويل: (( زه په پوره ډاډ سره ويلى شم ، چې موږ به ټاکنې په پوره امن کې ترسره کوو، بايد ټول ولسونه په کې په پراخه پيمانه ونډه واخلي.))
ټاکل شوې ده، چې د روانې مياشتې په ١٦ مه د ولايتي شوراګانو او ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شي .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP