کابل ( پژواک، ۹ وری ۹۳ ) : ولسمشر حامد کرزی وایي چې دامریکا ځينې متحدین هیوادونه دافغانستان دسولې پروسې پر وړاندې خنډونه رامنځته کوي.
له ارګ څخه د وري په ۹مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې ولسمشر کرزي دغه څرګندونې نن دامریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري سره ټیلیفوني خبرو پر مهال کړې دي.
سرچینې زیاته کړې چې د مارچ په ۲۱مه، هم دواړو مشرانو د ټیلیفوني اړیکې پر مهال دسولې پر پروسې خبرې کړې وې او ولسمشر هغه مهال ویلي وو، چې طالبان دوی سره خبرو ته تیار دي، خو په دې برخه کې ځینې خنډونه شته او پاکستان باید په دې برخه کې لازمې همکارۍ وکړې.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې هغه مهال جان کیري ژمنه کړې وه، چې د پاکستان لومړي وزیر سره به په دې اړه خبرې وکړي.
دارګ په خبرپاڼه کې راغلي، چې په نننۍ ټیلیفوني اړیکه کې دامریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د پاکستان لومړي وزیر سره خبرې کړې او ولسمشر کرزي ته یې په اړه معلومات ورکړل.
سرچینه کاږي، ولسمشر کرزي په دې اړیکه کې جان کیري ته دسولې د پروسې د نه پرمختګ په اړه په ډاګه کړه، چې اوس هم د امریکا د ځینو متحدو هیوادونو له لوري دسولې پروسې پر وړاندې خنډونه رامنځته کیږي.
هغه د کابل وروستیو بریدونو ته په اشارې سره وویل چې ځینې بهرنۍ استخباراتي کړۍ په دط بریدونو کې لاس لري.
کرزي زیاته کړه : (( افغانان شک لري چې امریکا یا خو د ترهګرۍ ملاتړ کوونکو هیوادونو باندې فشار نه شي راوړلی او یا هم پر هغوی د خپل نفوذ د کارولو اراده نه لري. ))
د سرچینې د معلوماتو له مخې، ولسمشر کرزي له امریکا څخه په دې اړه د سپیناوي غوښتنه کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP