Language

ابراهيم خېل: د بلخ والي جعلي طالبان جوړ کړي وو

مزارشريف (پژواک ١٠ ورى ٩٣): د بلخ د سولې د عالي شورا د سولې د کمېسيون پخوانی مشر د بلخ پر والي عطامحمد نور د بېلابېلو تورونو له پورې کولو وروسته وايي، چې له هغه سره د ټاکنيزو مبارزو پر سر د اختلاف له امله له دندې ګوښه کړل شوی؛ خو د والي وياند دغه څرګندونې په کلکه ردوي.

 د بلخ ولايت د سولې د عالي شورا غړي نجيب پيکان د وري په ۹مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره اونۍ د دغه ولايت د سولې د عالي شورا د سولې کمېسيون د بلخ د والي په شتون کې د سولې د کمېسيون مشر حاجي اختر محمد ابراهيم خېل له دندې ګوښه او پر ځای يې د بازمحمد په نوم د ياد کمېسيون غړی مرکز ته د نوي مشر په توګه وړانديز کړ؛ خو لا هم د مرکز ځواب نه دی ور رسېدلی.

نوموړي زياته کړه، چې د سولې شورا د سولې کمېسيون د دارالانشاء له خوا د ابراهېم خېل پر وړاندې د سست کار او په ټاکنيزو مبارزو کې د برخې اخيستو له امله دغه پرېکړه وکړه.

د دغه ولايت د سولې عالي شورا د سولې د کمېسيون پخوانی مشر حاجي اخترمحمد ابراهيم خېل له پژواک اژانس سره په مرکه کې وويل، چې دی د والي عطامحمد نور د لاسوهنې له امله له دندې ګوښه شوی دی.

نوموړي زياته کړه، چې د روانو ټاکنيزو مبارزو له امله د ده او د والي تر منځ د نظر اختلاف له امله پر ده فشارونه زيات شوي دي.

ابراهيم خېل وويل: ((کله چې زما زوی په بلخ کې د اشرف غني احمدزي د کمپاين رييس شو، نو زما او د والي تر منځ تاوتريخوالی رامنځته شو او همدا وه، چې د سولې د شورا شل کسان يې سره راټول کړل او پرېکړه يې وکړه، چې د سولې کمېسيون لپاره به نوی رييس وټاکي.))

نوموړي زياته کړه، چې د ده له ګوښه کېدو څو ورځې وړاندې يې د ذبيح الله ابراهېم خېل په نامه د ده زوی چې په حيرتان بندر کې يې دنده لرله، هم له دندې ګوښه کړی و.

د هغه په وينا، دی د کوم کانديد کمپاين نه کوي او نه يې هم د چا په ټاکنيزو مبارزو کې برخه اخيستې ده.

ابرهيم خېل د بلخ پر والي تور پورې کړ، چې په تېرو دوو ټاکنو کې يې درغلي کړې او په دې ټاکنو کې هم د درغليو هڅې کوي او پر خلکو فشار راوړي.

نوموړي همداراز پر والي تور پورې کړ، چې په تېرو ټاکنو کې يې په ځينو سيمو کې د ځان په ګټه خپلسري وسله وال طالبان پيدا کړي وو او هڅه يې وکړه، چې د ده په خوښه رايه وکارول شي.

هغه زياته کړه، چې د خپلسرو طالبانو د جوړولو ثبوت دا دی، چې له ټاکنو وروسته په يوه مياشت کې طالبان ختم شول او هېڅ خبره نه وه.

ابرهېم خېل وويل: ((په تېرو پارلماني ټاکنو کې پښتنو له ۳۰ سلنه نفوس سره په ډېره سخته په ۳ زره رايو يوه ښځينه وکيله تر پارلمانه ورسوله او د بلخ والي اته وکيلان پارلمان ته ورسول هغه په ۱۰زره او او ۱۵ زره رايو باندې.))

نوموړي زياته کړه، دغه ډول چارې له درغلۍ پرته نه شي کېدی.

د هغه په وينا، په همدې روانو ټاکنيزو مبارزو کې والي ټوله ورځ کمپاين کوي، خلکو ته دندې سپاري او پر خلکو باندې فشار راوړي.

ابراهيم خېل ځان د پښتنو قومي مشر وښود او ويې ويل: ((د بلخ والي په تېرو دوو ټاکنو کې له خلکو سره ظلم کړی او اوس هم د ظلم هڅه کوي؛ خو زه يې اوس په مقابل کې ولاړ يم؛ موږ هم حق او حقوق لرو. موږ هم بايد يو وکيل نه ډېر وکيلان ولرو، دوی اته وکيلان لري موږ ولې يو وکيل ولرو.))

نوموړي زياته کړه، چې دی اوس هم د سولې د کمېسيون مشر دی، کله چې مرکز د ده د لرې کېدو وړانديز ومانه؛ نو بيا به دی د بلخ د سولې د عالي شورا د سولې د کمېسيون مشر نه وي.

خو د سولې د عالي شورا غړي نجيب پيکان وويل، چې حاجي اختر محمد ابراهيم خېل د سولې عالي شورا د سولې د کمېسيون له خوا د بلخ د والي په منظورۍ، چې د سولې عالي شورا عمومي رييس هم دی، له دندې ګوښه شوی او پر ځای يې د بازمحمد په نوم تن د ازادو ټاکنو له لارې ټاکل شوی او مرکز ته يې وړانديز استول شوی دی.

د بلخ د والي وياند منير فرهاد د ابراهيم خېل له خوا پر والي عطامحمد نور پوري شوي تورونه پر سختو ټکو رد کړل او زياته يې کړه، چې نوموړی د کومو شخصي تربګنيو له امله نه، بلکې د سولې د کمېسيون د غړو پر وړانديزو لرې شوی دی.

نوموړي زياته کړه، چې د ابراهيم خېل لخوا د والي په اړه ټولې شوې څرګندونې بې بنسټه دي.

فرهاد د ابراهېم خېل له خوا پر والي د ټولو  پورې شويو تورنو په اړه وويل: ((دا کوم تورونه چې ابراهيم خېل صېب د بلخ پر والي عطامحمد نور لګولي، والي صېب دومره وخت نه لري، چې په دا ډول وړو وړو مسايلو کې ځان ښکېل کړي.))

Related Topics