Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بدخشان کې د يوه ملکي په ګډون ٨ تنه ووژل شول

فيض اباد (پژواک ١٠ ورى ٩٣): د بدخشان ولايت په جرم ولسوالۍ کې پنځه وسله وال مخالفين، دوه سيمه ييز پوليس او يو ملکي وګړى وژل شوي او همدارنګه ځينو کورونو ته هم زيان اوښتى دى.

په شمال ختيځ زون کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو د دويمې لوا د مطبوعاتو مسوول جګړن غلام حضرت کريمي وايي، چې دغه مرګ ژوبله د جرم ولسوالۍ په پل سوچ او خستک سيمو کې د نښتې پر مهال رامنځته شوې ده.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د يوه طالب قوماندان په ګډون د وسله والو مخالفينو مړي، د امنيتي ځواکونو له لوري د نښتې له ځاى څخه د جرم ولسوالۍ ته وړل شوي دي.

جګړن کريم زياته کړه، چې په دې پېښه کې دوه سيمه ييز پوليس هم وژل شوي او له وسله والو درى ميله کلاشينکوفونه او ځينې وسلې هم ترلاسه شوې دي.

په شمال ختيځ زون کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو د دوهمې لوا د مطبوعاتو مسوول وويل، چې د (بري) په نوم دغه چاڼيز عمليات د ملي اردو، سيمه ييزو او ملي پوليسو له لوري د ټاکنو مرکزونو د امنيت خوندي کولو په موخه پر لاره اچول شوي او ځواکونه اوسمهال د خستک په دره کې ځاى پر ځاى شوي او د هر کور پلټنه يې پيل کړې ده.
د جرم ولسوال نوراقا نادري وويل، چې د نښتې پر مهال يوه ملکي وګړي هم ژوند له لاسه ورکړى او شپږ نور ټپيان شوي دي.

هغه زياته کړه، چې وسله وال مخالفين له کورونو د سپر په توګه ګټه اخلي، چې د ملي اردو د درنې وسلې د ډزو له امله ٩ کورونه يو څه زيانمن شوي دي.

د سيمې يوه اوسېدونکي، چې له نوم اخيستو يې ډډه کوله، د راتلونکو ټاکنو د امنيت ساتلو لپاره ياد عمليات مهم وبلل، خو زياته يې کړه: “دولت او طالبان دواړه بايد د خلکو په فکر کې و اوسي او له ملکي مرګ ژوبلې بايد ډډه وکړي.”

هغه زياته کړه، وسله والو مخالفينو خلک ګواښلي وو، چې بايد په راتلونکو ټاکنو کې ونډه وانه خلي خو دوى اوسمهال د يباب او پل سوچ سيمو ته شړل شوي او  خلک په راتلونکو ټاکنو کې د خپلې خوښې وړ کانديد ته رايه ورکړي.

دوه ورځې وړاندې د “بري” عملياتو په پيلېدو سره په جرم ولسوالۍ کې هم د عبدالطيف په نوم د وسله والو مخالفينو د يوه قوماندان په ګډون پنځه طالبان او يو سيمه ييز پوليس وژل شوي او پنځه نور مخالفين په کې ټپيان شوي وو.

سيمه ييز چارواکي وايي، چې په بدخشان کې د رايې ورکونې لپاره ټولټال ٣١٥ مرکزونه ځانګړي شوي، چې له هغې ډلې يې ٢٤ مرکزونه تر لوړ ګواښ لاندې دي، خو د دغو مرکزونو امنيت به د راتلونکې اونۍ د ټاکنو د ترسره کېدو نېټې پورې ټينګ شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.